د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۲

د بشر حقونو کمېسیون: د سولې کاروان ته د طالبانو سپکاوی د بشري حقونو خلاف دی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په بغلان ولایت کې د طالبانو له لوري د سولې ولسي کاروان ته سپکاوی غندي او دغه عمل د بشري حقونو خلاف او مجرمانه عمل بولي.

د هلمنديانو د سولې ولسي کاروان غړېو ته د طالبانو له لوري له توهین او سپکاوي وروسته د دغې یاد عمل د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له غبرګون سره مخ شو.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د خلکو د سولې غوښتنو ته احترام ولري او بشري ارزښتونه رعایت کړي.

ښاغلی صدیقي ټینګار کوي، هېڅ ډله حق نه‎لري چې د سولې په تړاو د خلکو هر ډول حرکت ته سپکاوی وکړي او داسې یو عمل جرم او د بشري حقونو له تړونه سرغړونه ده.

بلال صدیقي
بلال صدیقي

دی وايي:

"هر ډول عمل چې سپکاوی په‎کې وي او دا ډول حرکتونو مانع وګرځي له ټولو نړیوالو بشري حقونو او نړیوالو بشر دوستانه قوانینو سره په ټکر کې دي، هېڅ ډله حق نه‎لري، یو ډله ځوانان چې د سولې او عدالت د ټینګښت لپاره هڅې کوي هغوی ته سپکاوی وکړي او یا د هغوی د سوله غوښتونکو حرکتونو مخه ونیسي."

ښاغلی صدیقي د دغې ډلې د امنیت په اړه اندېښمن دی او له حکومته غواړي چې د دوی د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي حرکت کاروان چې غوښتل یې وسله‎والو طالبانو د سولې پیغام ورسوي د دغې ډلې له غبرګون سره مخ شول.

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، طالبانو دوی ته سپکاوی کړی او حتی ښکنځل یې ورته کړي.

د دغه حرکت غړي او ویاند بسم‎الله وطن‎دوست ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په دوی تور پوری کړی چې ګواکې دغه کاروان په افغانستان کې یوه پروژه ده.

بسم‎الله وطن‎دوست
بسم‎الله وطن‎دوست

نوموړی وايي:

"موږ حرکت وکړ چې ډنډې غوري ته ورسېږو د اکاخېلو په سیمه کې شا او خوا ۲۰ طالبان راغلل موږ یې ودرولو او ویې ویل چې له دې وړاندې نه شي تللای، موږ ورته وویل د سولې پیغام رسوو، هغوی موږ ته سپکاوی وکړ کنځل یې راته وکړې، خو هغه څه چې زموږ د وهل ټکولو په اړه راپورونه خپاره شوي هغه غلط دي."

د سولې ولسي حرکت کاروان د تېرې روژې په میاشت کې له هلمنده پلی حرکت وکړی له شا او خوا یوې میاشتې سفر وروسته کابل ته ورسېدل، څو د سولې په اړه خپل پيغام حکومت او طالبانو ته ورسوي.

د دغه حرکت غړیو چې شمېر یې ۲۵ تنو ته رسېږي په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر همداشان د امریکا په ګډون د یو شمېر مهمو سفارتخانو په وړاندې د پرلت خیمې ووهلې او د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه.

یاد ولسي حرکت په کابل کې له شا اوخوا دوو میاشتو تېرولو وروسته نېږدې شل ورځې وړاندې د افغانستان شمال د بلخ ولایت ته لوڅې پښې پلی تګ پیل کړ.

ازادي راډیو وغوښتل چې د سولې ولسي حرکت ته د طالبانو د سپکاوي په اړه د دغې ډلې نظر واخلي، خو بریالي نه شو.

له دې ټولو سره په خوا کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري له طالبانو غواړي چې د دغه کاروان د سولې غږ چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده لبیک ووايي.

احسان طاهري
احسان طاهري

نوموړی وايي:

"موږ هیله لرو د افغانستان د وسله‎والو طالبانو رهبر د افغانانو غږ ته له ځنډ پرته مثبت ځواب ورکړي، څو له شک پرته د افغان حکومت او د وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره عملي ګامونه واخېستل شي اوس ټول امیدوار یو چې د طالبانو رهبر به انشالله ډېر ژر د عملي کار لپاره د مذاکراتو د پیل اعلان وکړي."

که څه هم د هلمنديانو د سولې کاروان په خبره د بغلان طالبانو د دوی پیغام رد کړی او په خبره‎یې هغه یې نه‎دی منلی د دغه کاروان غړي ټینګار کوي چې خپل حرکت ته به دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ښاغلی طاهري له خلکو غواړي چې له دغه کاروان سره یوځای شي، څو د سولې پیغام په افغانستان کې سراسري شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG