د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۶

د بلخ ښاروالۍ: د زورواکو له‎خوا ۵۰ غیر قانوني ښارګوټي جوړ شوي


سیمه‎ییزو زورواکو او خپل‌سره وسله‎والو په غیر قانوني توګه بلخ ولایت کې ۵۰ ښارګوټي جوړ کړي دي.

د بلخ د ښاروالۍ ریاست تأییدوي چې له ۸۰ ښارګوټو څخه په بلخ ولایت کې یوازې ۳۰ ښارګوټي قانوني اسناد لري او پاتې نور په غیر قانوني توګه جوړ شوي دي.

د بلخ ښاروالۍ د ساختماني څانګې مشر انجنیر هاشم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ښارګوټي اکثراً د محلي زورواکو او خپل‌سره وسله‎والو له‎خوا په دولتي ځمکو کې جوړ شوي دي.

ښاغلي هاشم په بلخ کې د غیر قانوني ښارګوټو په اړه وویل:

"په مزار شریف کې له ۸۰ ښارګوټو څخه ۳۰ ښارګوټي کاملاً قانوني او پاتې نور بې‌اسناده او غیر قانوني جوړ شوي دي چې د اعتبار وړ نه‎دي."

د مزار شریف ښاروالۍ د ساختماني څانګې مشر انجنیر هاشم همداراز وايي چې یاد ښارګوټي د قانوني اسنادو په نه‌درلودلو، د ټکس یا مالیې د نه‌ورکولو او په دولتي او خصوصي غصب شویو ځمکو کې د جوړېدو په دلیل غیر قانوني شمېرل کېږي.

انجنیر هاشم زیاته کړه چې د غیر قانوني ښارګوټو موجودیت په مزار شریف کې د ماستر پلان د تطبیق په وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وویل:

"د ښاري ماستر پلان څخه دباندې د یادو ښارګوټو جوړېدو، په مزار شریف کې د ماستر پلان د تطبیق په وړاندې ستونزې جوړې کړې دي، او موږ نه‌شو کوللی منظم ماستر پلان چې جوړ شوی وو، تطبیق کړو."

د مزار شریف اوسېدونکي هم په بلخ ولایت کې د غیر قانوني ښارګوټو د موجودیت په اړه شکایت کوي او وايي چې د غیر قانوني ښارګوټو د شمېر د زیاتوالي په دلیل د مزار شریف ښار ماستر پلان نه‎دی تطبیق شوی.

د مزار شریف اوسېدونکي وايي، سیمه‎ییز وسله‎وال او زورواکي په دولتي ځمکو تجارت کوي او یا هم د خلکو ملکیت ځمکې په جعلي اسنادو پر نورو کسانو پلوري.

مزار شریف
مزار شریف

د مزار شریف ښار دوه تنه اوسېدونکي داسې نظر لري:

"صمیم خالقي یم، غیر قانوني ښارګوټي په مزار شریف کې تر بل هر وخت زیات شوي، خلک نه‌پوهېږي چې له کوم ځایه ځمکې واخلي، ځکه چې تر قانوني ښارګوټو غیر قانوني ښارګوټي زیات شوي."

"فردوس میاخېل یم، په مزار شریف کې ښارګوټي اکثراً د وکیلانو، دولتي چارواکو او سیمه‎ییزو وسله‎والو له‎خوا جوړ شوي دي او په جعلي اسنادو خرڅېږي، خلک په‎دې اړه اندېښمن دي."

په همدې حال کې د بلخ ولایتي شورا غړي هم د لسګونه غیر قانوني ښارګوټو موجودیت تأییدوي او په یاده شورا کې د خلکو استازي ادعا کوي چې اکثراً دا ښارګوټي د سیاسي رهبرانو، سیمه‌ییزو وسله‎والو او دولتي چارواکو له‎خوا په دولتي ځمکو کې جوړ شوي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکتر افضل حدید ازادي راډیو ته وویل چې په یادو ښارګوټو کې هېڅ ډول معیاري او استندرد چوپړتیاوې په پام کې نه‌دي نیول شوي او غیر قانوني ښارګوټو کې د پارکونو، ښوونځيو او جوماتونو سیمې نه‌دي موجودې او منظم کانالېزاسیون هم نه‌لري.

ښاغلي حدید وویل چې په بلخ کې په غیر قانوني توګه جوړ شوي ښارګوټي په هېڅ وجه ستندرد نه‎دي او د رهایشي ښارګوټو له معیارونو سره هم برابر نه‎دي.

داکټر افضل حدید
داکټر افضل حدید

حدید زیاته کړه چې د یادې ستونزې د حل په برخه کې جدي کار او هڅو ته اړتیا ده او حکومت په کم وخت کې دا ستونزه نه‎شي حلولی.

افضل حدید وویل:

"د غیر قانوني ښارګوټو ستونزه ډېره جدي ده، زما په نظر تر څو راتلونکو کلونو به دا ستونزه پر خپل ځای وي. دا ستونزه د حکومت له جدیت او د ښارګوټو په معیاري کولو سره حل کېدای شي."

دا چې د بلخ ولایتي شورا په بلخ کې موجوده غیر قانوني ښارګوټي زورواکو او د قدرت خاوندانو ته مربوط بولي، خو د چارو پوهان وايي چې د یادو ښارګوټو ځمکې په ۷۰مه لسیزه کې د کورنیو جګړو پر مهال له بیت‌المال څخه غصب شوي دي او د وخت په تېرېدو سره په نظام کې شاملو څېرو په‌کې ښارګوټي جوړ کړي دي.

د ساختماني چارو د نظر خاوند انجنیر ذبیح‌الله احساس وايي چې په دولتي لوړو موقفونو کې د غیر قانوني ښارګوټو د خاوندانو حضور سبب شوی چې دولت ونه‌توانېږي پر یادو ښارګوټو کار بند کړي او یا پرې استندرد معیارونه تطبیق کړي.

ذبیح‌الله احساس
ذبیح‌الله احساس

ښاغلي احساس داسې وویل:

"د یادو ښارګوټو مالکین په لوړو دولتي پستونو کې حضور لري، دوی د قدرت د درلودلو په دلیل پر حکومت فشار راوړي او د یادو ښارګوټو جوړولو ته دوام ورکوي، دا د ښاري پرمختیا په وړاندې اساسي ستونزه ده."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ځمکو د غصب مسئله سرتاسري ده او د غیر قانوني ښارګوټو د موجودیت په دلیل لویو ښارونو کې ښاروالۍ نه‎دي توانېدلي څو خپل ماستر پلان تطبیق کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‎زی

XS
SM
MD
LG