د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۳

د میدان وردګو معترضین: که تر دوشنبې مو ژمنې پوره نه‌شي محلي ادارې تړو

د میدان وردګو ولایت یو شمېر معترض اوسېدونکي چې د تېرو ۴۰ ورځو راهیسې يې د خپلو ځینو غوښتنو د پوره کېدو لپاره اعتراضیه غونډې او مظاهرې پیل کړي وايي، حکومت د دوی غږ نه‎دی اورېدلی.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» یو ځل بیا د خپلو غوښتنو په ټینکار په یوه مطبوعاتي غونډه کې راټول شوي وو وايي، که حکومت‌يې تر دوشنبې ورځې پورې غوښتنې پوره نه‎کړي، محلي ادارې او لارې به وتړي.

د دغو معترضینو له ډلې محمد جاوید ستانکزي ازادي راډيو ته وویل:

"له مرکزي حکومته زموږ ټولې غوښتنې مشروع غوښتنې دي، نه دلته کومه ډله او نه هم کوم قوم د ځان پر وړاندې تقابل واقع کوو، خو زموږ یوې غوښتنې ته هم نه پاملرنه شوې او هم دوی ورته د حق په سترګه کتلي دي."

دی وايي، د میدان وردګو پنځه اداري واحدونه د تېرو ۴۰ ورځو راهیسې د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو لپاره سوله‎ییز حرکتونه پیل کړي دي.

ښاغلی ستانکزی وايي د بهسود، جلرېز، نرخ، مرکز میدان او د بهسودو د دوهمې برخې وګړي د میدان وردګو د نوم، د پوهنتون موقعیت او په محلي او مرکزي اداره کې د دوی د سیاسي ګډون په پار اعتراضونه لري.

دی وایي، دوی د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ وتړله، خو د امنیت شورا او جمهوري ریاست نه د يوه پلاوي تر لېږلو وروسته چې د ستونزې د حل په خاطر ورسره ژمنې وشوې، دوی دغه لاره بېرته پرانیستله.

له دې سره دوی په میدان ښار کې د پرلت خیمه درولې او وخت نا وخت د مظاهرو په شکل هم راغونډېږي.

خو په‎داسې حال کې چې اعتراض کوونکي د حکومت په بې‌غورۍ انتقاد لري، د افغانستان د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ښه ده چې د ګواښونو پر ځای په اساسي ستونزو کار وشي.

سید شاه سقیم
سید شاه سقیم

د دغې ادارې د خپرونو او عامه پوهاوي رئيس سید شاه سقیم ازادي راډيو ته وویل:

"له حکومت سره باید د ښې حکومتوالۍ په خاطر مرسته وشي چې خدمات تر لیرې پرتو کلیو ورسېږي. زما په فکر ښه به دا وي چې په اوسني وخت کې د داسې غوښتنو او لارې بندولو پر ځای په لومړیتوبونو غور او ورته کار وشي."

که څه هم اعتراض کوونکي وايي چې د میدان وردګو ولایت نوم په‎دې وروستیو کې وردګ کارول کېږي، خو ښاغلی سقیم وايي، د میدان وردګ ولایت په نوم کې کوم بدلون نه‎دی راغلی.

نوموړی د خلکو سیاسي ګډون د دوی اساسي حق ګڼي چې په خبره‌یې ورته کار کېږي.

راپور: یوسف ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG