د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۶

د فاریاب والي: تر جګړې وروسته زیات طالبان راغلي او تهاجمي حملې يې پیل کړي

د فاریاب سیمه‎ییز چارواکي په‎دې ولایت کې د ناامنیو په زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

په‎داسې حال کې چې د دفاع وزارت د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو د ځپلو په هدف فاریاب ولایت کې دی، د فاریاب سیمه‎ییز چارواکي د طالبانو له‎خوا د دغه ولایت د ځینو سیمو په نیولو اندېښنه څرګندوي.

د فاریاب والي نقیب‎الله فایق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» ازادي راډیو ته وویل، که څه هم حکومت د دښمن د ځپلو لپاره عملیات کړي، خو دغه اقدامات کافي نه‎دي او باید یاد ولایت ته زیات امنیتي ځواکونه واستول شي.

ښاغلی فایق وايي، د طالبانو او داعش تر جګړې وروسته دغه ولایت ته زیات طالبان ورغلي او د فاریاب پر بېلابېلو سیمو یې تهاجمي حملې پيل کړې دي.

فایق زیاته کړه:

"هغوی د فاریاب پر ځینو سیمو تهاجمي عملیات پيل کړي، له دې وړاندې هم د فاریاب ولایت امنیت ښه نه‎و چې د طالبانو د حملو په پایله کې د بل‌چراغ ولسوالۍ او ښار ته نږدې ډېرې مهمې سیمې سقوط شوې وې، خلک غواړي چې سقوط شوې سیمې بېرته ونیول شي، دا چې اوس زیات سرتېري نه‌شته دغه مسئله د اندېښنې وړ ده."

ښاغلی فایق وايي، له دې سربېره یوازې د شپږو ولسوالیو د امنیه قوماندانیو ودانۍ د حکومت په‎لاس کې دي او د ولسوالیو پاتې نورې سیمې د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې دي.

د نوموړي په خبره که حکومت د فاریاب امنیتي وضعیت ته جدي پام ونه‎کړي، د دغه ولایت نورې برخې به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د بدخشان او پکتیا استازي هم په دغو ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو د پراخو فعالیتونو په زیاتوالي اندېښنه ښکاره کوي.

له دې وړاندې د کندز او غزني ولایتونو مرکزونو کې هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړې شوي.

همدا شان په‎دې وروستیو کې له هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو نه هم د ناامنۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید په فاریاب ولایت کې امنیتي ګواښونه مني، خو ټینګار کوي چې دوی د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو لپاره دغه ولایت ته زیات ځواکونه استولي دي.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

جاوید زیاته کړه:

"ناامني شته، خو همدا اوس د لوی درستیز مرستیال په فاریاب کې دی، د وضعیت د کنټرول لپاره زیات ځواکونه لېږل شوي، هوايي عملیات هم ترسره شوي، موږ هلته ټول وضعیت تعقیب او څارو، ان‌شاءالله د خلکو اندېښنو ته به ډېر ژر رسیده‎ګي وشي."

بل‎خوا د پوځي چارو افغان کارپوه محمد اګل مجاهد وايي چې حکومت باید د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو تر څنګ په‎دغه ولایت کې زیات ځواکونه ځای پر ځای کړي او تر ګواښ لاندې سیمو کې د امنیت د ټینګښت په هدف پوستې واچوي.

د نوموړي په خبره، په فاریاب کې له طالبانو د پاکو شویو سیمیو امنیت باید وساتل شي، څو بېرته د طالبانو لاس ته ونه‌لوېږي.

راپور: رحمت‎الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG