د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۴

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په فاریاب کې د ملي اردو زیاته مرګ ژوبله رد کړه

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو او د فاریاب ولایت مقاماتو دا راپورونه رد کړل چې ګواکې د طالبانو په یوه کمین کې ملي اردو ته زیاته مرګ ژوبله اوښې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند که څه هم دا مني چې طالبانو د غورماچ-میمنې پر لویه لاره د ملي اردو پر قطار برید کړی، خو په خبره‌يې چې په دې جګړه کې لسګونه طالبان وژل شوي دي.

محمد حنیف رضايي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د ملي اردو هوايي ځواکونو له پلي سرتېرو سره یوځای شااوخوا ۷۲ وسله‌وال ووژل او ۳۱ نور يې ژوبل کړي دي.

د شاهین قول اردو ویاند په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وویل:

"متأسفانه زموږ ۴ منسوبین وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي، یو هاموې او یو رېنجر هم سوځېدلي دي."

تر دې مخکې د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبد الباقي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ملي اردو قطار د طالبانو پر کمین برابر شوی او په دې پېښه کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي، ۲۰ ټپیان دي او ۱۶ سرتېري ژوندي نیول شوي دي.

خو د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي د ولایتي شورا د دې غړي خبرې رد کړې او زیاته‌یې کړه:

"ولایتي شورا چې کومه ادعا کړې، په بشپړ ډول یو اړخیزه ده او زه‌يې ردوم."

د فاریاب د ولایتي شورا یوه بل غړي نادر سعیدي ویلي چې د جګړې په سیمه کې پاتې شوي تجهیزات په هوايي برید کې له‌منځه تللي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د فاریاب په قیصار، غورماچ او کوهستانات ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

شاهین قول اردو وايي، په دې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۱۵۰ وسله‌وال وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د شاهین قول اردو د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG