د سرپل ولایتي شورا غړي په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د طالب وسلهوالو د فعالیت او د ترورېستي حملو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.
د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي چې د دې ولایت دوه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالب وسلهوالو په ولکه کې دي او د سرپل مرکز هم د طالب وسلهوالو د حملې له ګواښ سره مخ دی.
د سرپل د ولایتي شورا غړي حسین مجاهدزاده ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې نسبت بل هر وخت ته په دې ولایت کې د طالب وسلهوالو فعالیت زیات شوی او دا ډله د ځواک په راټولولو سره په هڅه کې ده ترڅو د سرپل پر مرکز حمله وکړي.
حسین مجاهدزاده وویل:
"طالبانو نسبت بل هر وخت ته خپل تحرکات زیات کړي، کوهستانات د هغوی په ولکه کې ده، سوزمه قلعه هم د هغوی په واک کې ده او په صیاد، سانچارک کې هم د طالبانو حضور ډېر شوی او دوی د ځواک په راټولولو سره د سرپل په مرکز د حملې هڅه کوي."
د سرپل اوسېدونکي هم په صیاد، سوزمه قلعه او سانچارک ولسوالیو کې د طالبانو د حضور له زیاتوالي اندېښنه کوي او وايي چې دولت باید د یادو سیمو د خپلولو لپاره پوځي عملیات ترسره کړي.
د سرپل دوه تنه اوسېدونکي وایي:
"فضل احمد قدیري یم، په سرپل کې نسبت پخوا ته اوس نا امني ډېره شوې، د طالبانو حضور زیات دی، ترورېستي حملې نسبت بل هر وخت ته زیاتې شوي، د وضعیت د کنټرول په خاطر پوځي عملیاتو ته اړتیا ده."
"قاري باسط یم، د سانچارک له ولسوالۍ څخه، په سرپل کې نا امني له پخوا راهیسې موجوده ده، په هغه سیمو کې چې اصلاً طالبان نهوو، اوس مهال هره شپه پرې وسلهوالې حملې کېږي، دولت هره ورځ یوه سیمه له لاسه ورکوي، د طالبانو د ځپلو په خاطر باید عملیات ترسره شي."
د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي، وسلهوال طالبان له کوهستاناتو څخه رهبري کېږي او دوی ځانونو ته امن پټنځایونه او په کوهستاناتو کې د ترورېستي روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.
د ولایتي شورا د غړي حسین مجاهدزاده په باور، که دولت په موقع سره په سرپل ولایت کې سرتاسري پوځي عملیات ترسره نهکړي، د هېواد دا سیمه به هم د غزني له سرنوشت سره مخ شي او سرپل به د طالبانو د تهاجمي حملې شاهد وي.
ښاغلي مجاهدزاده زیاته کړه:
"له شاهین قول اردو څخه او د شمال زون د پولیسو او مرکزي دولت څخه دا غوښتنه لرو چې سرپل کې ژر تر ژره پوځي عملیات پلي کړي، طالبان د سیمو د تسلط په هڅه کې دي او سرپل باید د غزني له سرنوشت سره مخ نهشي."
په همدې حال کې په شمال زون کې د شاهین قول اردو د دوهمې لوا ویاند غلام محمد بلخي ازادي راډیو ته وویل چې دفاع وزارت په هڅه کې دی، ترڅو ډېر ژر سرپل ولایت کې د طالب وسلهوالو د ځپلو په مقصد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي.
ښاغلي بلخي وویل:
"سره له دې چې موږ په سرپل ولایت کې پوځي تحکیمات لرو او مختلفو سیمو کې مو پوستې جوړې کړې دي، خو موږ په پام کې لرو چې د مخالفینو د لهمنځه وړلو په هدف، پراخ عملیات ترسره کړو."
وسلهوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څرګندونې نهدي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په فاریاب، بغلان او بدخشان ولایتونو کې د طالب وسلهوالو پر ضد د ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځي عملیات دوام لري او د چارواکو په خبره، په پام کې ده چې په لنډه موده کې به په جوزجان، بلخ او سمنګان کې هم د ترورېستي ډلو په ضد د ملي اردو د مني عملیات پيل شي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی