د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د افغانستان په خاوره کې یې پر وسلهوالو هوايي برید کړی دی.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټه وايي چې د دې هېواد پولهساتو ځواکونو د یو شمېر افغان افراطي وسلهوالو پر ضد د دې هېواد پولې ته نږدې عملیات کړي دي.
د دې کمېټې یوه ویاند انټرفکس خبري اژانس ته ویلي چې دغه افراطي افغان وسلهواله ډله د دواړو هېوادونو ترمنځ له پولې تېره شوې او دوه تاجکانيې وژلي دي.
محمد اولو خواجهیف په یوه اعلامیه کې ویلي:
"دا یوه وسلهواله نامعلومه افغانه ډله وه چې له ۱۲ تنو جوړه وه چې د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته نږدې درې بجې په غیر قانوني ډول له پولې تېر شول او د فرخار ولسوالۍ په سرحدي سیمه حمدان کې يې نږدې ۵۰ متره مزل هم وکړ."
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویاند زیاته کړه چې دغې ډلې د نیوا په نوم یو موټر ته چې د تاجکستان د ځنګل ساتنې درې کارکوونکي يې انتقالول، اور واچاوه.
د دغه ویاند په وینا، په دې حمله کې د تاجکستان د ځنګل ساتنې دوه تنه کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دي.
نوموړي ویلي چې له دې وروسته د تاجکستان سرحدي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د وسلهوالو پر ضد يې عملیات پیل کړي دي.
له دې وړاندې د تخار سیمهییزو چارواکو ویلي وو چې د تاجکستان یا روسي جنګي الوتکو له پولې سره نږدې یوه ځنګل لرونکې سیمه بمبار کړې ده.
دوی ویلي چې وسلهوالو طالبانو له یادې سیمې څخه تاجکستان ته د مخدره موادو د انتقال د قرارګاه په توګه ګټه اخیسته.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اثیر نن ازادي راډيو ته وویل چې له دغې هوايي حملې وړاندې د وسلهوالو طالبانو، د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د تاجکستان د پولهساتو ځواکونو ترمنځ وسلهواله نښته هم شوې ده.
نوموړي وویل:
"په دې وسلهواله نښته کې دوه تاجکستانیان او شپږ وسلهوال طالبان وژل شوي، د طالبانو نهه تنه وسلهوال په دې پېښه کې ټپيان شوي هم دي، له دې وروسته د هوايي ځواکونو دغه ځنګل لرونکې سیمه بمبار کړه."
ښاغلي اثیر ویلي چې د افغانستان د درقد او د تاجکستان د فرخار سرحدي سیمو ترمنځ پرته په دغه ځنګل لرونکې سیمه کې نه هم افغان امنیتي ځواکونو او نه هم ملکي وګړو ژوند کاوه.
خو د تخار د والي ویاند بیا ویلي چې شپږ وژل شوي وسلهوال ټول د مخدره موادو قاچاق کوونکي دي.
خو روېټرز د روسیې د دفاع وزارت له قوله ویلي چې د دې هېواد جنګي الوتکو د افغانستان د درقد ولسوالۍ په عملیاتو کې برخه نهلرله.
د انټرفکس خبري اژانس د تاجکستان د دفاع وزارت یوې سرچینې له قوله هم ویلي چې دوی د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه نهدي کړي.
دغې سرچینې ویلي:
"هغه راپورونه چې ګوندې د تاجکستان هوايي ځواکونو په افغان خاوره کې هوايي حملې کړي، له حقیقته لیرې دي."
نوموړي ویلي چې دوی د تاجکستان له خاورې ور اخوا د عملیاتو حق نهلري.
وسلهوالو طالبانو دغه وسلهواله نښته تأييد کړې ده، خو ویلي یې دي چې ټول وژل شوي کسان د مخدره موادو قاچاق کوونکي دي.
د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې بمبار پر هغه ځنګلي سیمه شوی چې قاچاقچیانیې کاروي او د دوی وسلهوال د ګاونډیو هېوادونو له پولهساتو سره د نښتو اجازه نهلري، نوموړي ویلي چې دوی د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.