د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۷

خوست کې د فوټبال ټورنمنټ د نقیب کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد

په خوست ولایت کې د فوټبال ټورنمنټ د نقیب کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په‎دغه ټورنمنټ کې ۴۰ لوبډلو ګډون کړی وو.

دا ټورنمنټ دوه میاشتې وړاندې د خوست د تورو اوبو په نوم مشهور لوبغالي کې پیل شوی وو،

د دغه ټورنمنټ هدف د ځوانانو تر منځ یووالی او د فوټبال لوبې ته وده ورکول ښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې خوست د افغانستان په کچه د کرکټ یو معیاري لوبغالی لري، خو سره له دې چې په‎دغه ولایت کې د فوټبال مینه‎وال او لوبغاړي هم په زیاته اندازه دي، دوی شکایت لري چې د فوټبال لوبو د ترسره کېدو لپاره لازم میدان نه‎لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG