د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۹

د افغانستان د جوجیستو لوبغاړي له اسیايي سیالیو څخه ووتل

د افغانستان د جوجیستو لوبغاړي له کومې لاسته راوړنې پرته له اسیايي سیالیو څخه ووتل.

د اسیايي سیالیو په دوام تېره ورځ په ۸۵ کېلو ګرام وزن کې جواد اندېشمن د جوجیتسو په برخه کې له خپل عربستاني سیال ماتې وخوړه او د ۷۷ کیلو په وزن کې هم عبدالحمید مهردل له اماراتي سیال له‎خوا اته د صفر پر وړاندې مات شو.

له دې سره په‎دې برخه کې افغان لوبغاړي د سیالۍ له دوامه پاتې شول.

له دې وړاندې د منډې وهلو او سوک وهنې په برخه کې هم افغان لوبغاړي پاتې راغلي وو، خو خالد هوتک یوازنی لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره‌یې د بُرونزو مډال په خپل نوم کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG