امریکايي مخکښ سناتور جان مککین د مغزي سرطان له امله پرون شنبه د ۸۱ کلونو په عمر ساه ورکړه.
د مککین له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مککین مېرمن سینډي او د کورنۍ نور غړي یې د مړینې په وخت کې حاضر وو.
په بیان کې دغه راز ویل شوي چې مککین تر مړینې پورې د امریکا لپاره شپېته کاله د زړه له اخلاصه خدمت کړی دی.
جان مککین ۶ دورې د امریکا په سنا جرګه کې د اریزونا ایالت استازیتوب کړی دی.
د مککین د ناروغۍ له څرګندېدو وروسته د جمهوریپال او ډموکرات ګوندونو غړو یو شان د مککین ستاینې وکړې، خو ولسمشر ټرمپ پرې لفظي انتقادونو ته دوام ورکړ.
خو د مککین د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ په یوه بیان کې لیکلي چې د سناتور جان مککین له کورنۍ سره ژوره خواخوږي کوي.
پخواني ولسمشر بارک اوباما چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې جان مککین ته ماته ورکړې وه، ویلي:
"موږ ټول د هغه پوروړي یوو."
اوباما په یوه بیان کې وویل، مککین او دی په دوو مختلفو نسلونو پورې تړلي او ټولنیز اساس یې بیخي سره بېل دی، خو په سیاسي لوړه سطحه یې سره سیالي کړې ده.
د اوباما په وینا، له ټولو اختلافاتو سره سره دوی دواړو هغه لوړ ارمانونه درلودل چې د امریکا نسلونو او مهاجرو د هغو لپاره مبارزه کړې، هغه یې مخ ته وړي او قرباني یې ورکړې ده.
مککین له دې پلوه هم ډېر ستایل کېده چې هغه د مختلفو مسایلو پرسر له ډموکراتانو سره همکارۍ ته لېوالتیا درلوده.
مککین ډېره موده د امریکا په سنا جرګه کې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر پاتې شوی او هغه د امریکا د پوځي او بهرني سیاست یو متخصص بلل کېده.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس، مککین چې ډېر خلک یې د جګړې اتل بولي، ستایلی او ویلي يې دي چې موږ نن یو داسې شخص له لاسه ورکړ چې تل یې زموږ د هېواد د لوړو ارمانونو استازیتوب کړی دی.