د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۷

افغانستان د اسیا د کبډي فدراسیون د مرستیالۍ څوکۍ وګټله

د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو په انتخاباتو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د دغه فدراسیون د مرستیالۍ څوکۍ وګټله.

د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو انتخابات د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې وشول چې د افغانستان د کبډي فدراسیون رئیس احمد فردین ضیايي وتوانېد چې په اکثریتو رأیو سره د اسیا د فدراسیون د مرستیالۍ څوکۍ خپله کړي.

په دغو انتخاباتو کې جانادر سنګ ګهلوت له هندوستانه د دوهم ځل لپاره د ټولو په توافق د اسیا د کبډي فدراسیون عمومي رئیس وټاکل شو.

د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو انتخابات په هرو څلورو کلونو کې يوځل کېږي چې دا ځل په کې د شااوخوا دېرشو اسیايي هېوادونو د کبډي فدراسیونو مسؤلینو ګډون کړی و.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کبډي فدراسیون کوم مسؤل توانېږي چې د اسیا په کچه دومره لوړه څوکۍ وګټي.

تمه ده چې د اسیا د کبډي د مرستیال په توګه د ښاغلي ضیايي له ټاکل کېدو وروسته په افغانستان کې د کبډي لوبې ته په نړیواله کچه پاملرنه زیاته شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG