د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

د کابل بانک پخوانی پوروړی شېرخان فرنود په زندان کې ساه ورکړه


د کابل بانک له عمده پوروړو یوه شېرخان فرنود نن جمعه په بګرام زندان کې ساه ورکړه.

د افغانستان دفاع وزارت د ښاغلي فرنود مړینه تأييد کړې او لامل يې د زړه حمله ښودلې ده.

جاوید غفور
جاوید غفور

د دې وزارت وياند غفور احمد جاوېد په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"د کابل بانک پخواني سهمدار او رئیس شېرخان فرنود نن جمعه نهه بجې او پنځه دقيقې د بګرام زندان اړوند کلنيک کې د زړه د حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ، موضوع عدلي طب ته لېږل شوې، تر څو له تحقيقاتو وروسته معلومات له تاسو سره شريک شي."

شېرخان فرنود په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د کابل بانک په نوم د افغانستان لومړی شخصي بانک جوړ کړ او دې بانک په لږه موده کې ډېر مشتريان وموندل او پیسې يې سلګونو ميلیونو ډالرو ته ورسېدې.

خو د ۲۰۱۰ میلادي کال په سپټمبر مياشت کې د افغانستان مرکزي بانک د کابل بانک کنټرول واخیست او ویې ويل چې د دغه بانک عمده شریکانو د پور په نوم د خلکو پیسې ايستلي دي.

په کابل بانک کې دا تغيير د دې لامل شو چې ګڼ شمېر کسان د خپلو نقدو پیسو اخيستلو په هدف، کابل بانک ته مراجعه وکړي او په نتيجه کې دغه بانک د پیسو له کمښت سره مخامخ شو.

د ۲۰۱۱ میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې د پیسو نړیوال بانک وړانديز وکړ چې کابل بانک باید خرڅلاو ته وړاندې شي.

د همدې کال په جون مياشت کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې د کابل بانک د اجرائيوي څانګې د پخواني رئیس شېرخان فرنود د نيول کېدو خبر ورکړ.

د کابل بانک په دوسیه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم ورور حسين فهيم نومونه هم راغلي دي.

د ۲۰۱۲ میلادي کال په نومبر مياشت کې د کابل بانک بحران د حل په خاطر علني محکمه وشوه او محکمې شېرخان فرنود او خليل الله فيروزي هر يو په پنځو کلونو بند محکوم کړل.

خو د ۲۰۱۴ کال په اکټوبر مياشت کې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل بانک دوسیه چې په افغانستان کې د فساد له تر ټولو لويو قضيو څخه بلل کېږي، یو ځل بيا پرانيسته او دا یې د فساد پر وړاندې د مبارزې اقدام ياد کړ.

د همدې کال په نومبر مياشت کې د کابل بانک د قضيې په اړه محکمې شېرخان فرنود د پیسو مينځلو او جعلکارۍ په تور په لسو کلونو بند او ۳۳۴ ميلیونه ډالرو جريمه محکوم کړ.

پوښتنه دا ده چې د ښاغلي فرنود تر مړینې وروسته به دا ۳۳۴ ميليونه ډالره جریمه څوک پرې کوي؟

یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې د پوروړي تر مړينې وروسته ځانګړې محکمه په دې اړه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG