افغانستان او ایرلنډ نن خپله دریمه او وروستۍ شل اوریزه مسابقه کوي.
افغان ملي کرکټ ټیم ددې سیالیو چې په ایرلنډ کې روانې دي، لومړنۍ دوه ګټلي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي تیم به له شل اوریزو مسابقو وروسته له کوربه ټیم سره درې یو ورځنۍ لوبې هم وکړي.
د ایرلنډ له دورې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي تیم په راتلونکې سیپتمبر کې د اسیا جام په هېوادونو کې چې په متحده عربي اماراتو کې کېږي ګډون وکړي.