د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

افغانستان د ایرلنډ خلاف خپله دویمه شل اوریزه لوبه کوي


د چهارشنبې په ورځ افغانستان د ایرلنډ خلاف خپله دویمه شل اوریزه لوبه کوي.

د دواړو ټیمونو ترمنځ د دې سیالیو لومړنۍ شل اوریزه لوبه د دوشنبې په ورځ د ایرلنډ په کوربه توب وشوه چې په کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي ازادي راډیو ته د نننۍ دویمې شل اوریزې لوبې د اهمیت په اړه وویل:

"له ایرلنډ څخه د دویمې شل اوریزې لوبې ګټل موږ ته ډیر مهم دي، موږ باید د لوبو دا لړۍ وګټو او که درې د صفر په وړاندې یې وګټو لا به ښه شي، ځکه موږ باید د روان میلادي کال تر پای پورې اتم مقام وساتو، او که په دې توانیږو نو موږ به د شل اوریزو لوبو نړیوال جام وروستي راونډ ته چې د ۲۰۲۰ م کال کې کیږي لاره ومومو."

د افغانستان او ایرلنډ دریېمه شل اوریزه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ وي.

ورپسې ټاکل شوې چې دواړه ټیمونه خپلو کې درې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي چې د اګست د میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG