په واشینګټن کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال د بریتانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر جیرمي هونټ وویل، اروپايي ټولنه باید پر روسیې بندیزونه زیات کړي.
نوموړې چې د سې شنبې په ورځ یې دغلته وینا کوله، په دې کال کې په بریتانیا کې د روسیې له خوا د یو پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومېدو پېښې ته اشاره وکړه چې د عصابو په فلجوونکو کیمیاوي موادو مسموم شوي وو.
هونټ پر اروپايي ټولنې ټینګار وکړ چې باید پر روسیې فشار زیات کړي څو دا هېواد نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي.
جیرمي هونټ په خپل څرګندونو کې وویل، بریتانیا د اروپايي ټولنې په شمول له ټولو متحدانو غواړي چې پر روسیې پراخ بندیزونه ډاډمن کړي او په دې برخه کې له امریکا سره اوږه په اوږه ودرېږي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په عکس العمل کې بیا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، بریتانیا غواړي د روسیې په اړه خپله پالیسي په اروپايي ټولنې او د امریکا پر متحدو ایالتونو هم ومني.
امریکا د دې میاشت په پیل کې پر روسیې یو لړ نوي اقتصادي بندیزونه اعلان کړل.
په عین حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، که چېرې روسیه هغه څه ورکړي چې دا یې ترې په اوکراین او سوریه کې غواړي نو پر دې هېواد به د امریکا د بندیزونو په لېرې کولو غور وکړي.
امریکا ددې میاشت په پیل کې پر روسیې یو لړ نوي اقتصادي بندیزونه اعلان کړل
دا مرکه چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې د ولسمشر ټرمپ له خولې وايي:
"زه د بندیزونو د لرې کېدو په اړه غور نه کوم، خو که چېرې روسیه داسې څه وکړي چې زموږ په ګټه وي، نو بیا پرې غور کوو، خو له دې پرته د بندیزونو په لرې کېدو غور نه کوو."
ټرمپ ویلي امریکا او روسیه د سوریې او اوکراین په شمول په ډیرو برخو کې له یو بل سره همکاري کولی شي.
بل خوا کرېملېن د ولسمشر ټرمپ د دې څرګندونو چې غواړي مسکو سره همکاري وکړي هرکلی کړی خو ویلي یې دي دوی په دې برخه کې د پخو اقداماتو په تمه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رویټرز خبري اژانس سره دې مرکه کې ویلي، تېره میاشت په هیلسینکي کې له پوتین سره غونډه کې دواړو د بندیزونو د لېرې کېدو په اړه خبرې نه دي کړي، خو ولسمشر ټرمپ وايي، له پوتین سره په خصوصي لیدنه کې دواړو د روسیې سره د کریمیا د یو ځای کولو او د اوکراین په ختیځ کې په ناکراریو غږېدلي.