خالد هوتک د اسیا په لوبو کې د ووشو سیالیو برنزو مډال تر لاسه کړ او سبا به پایلوبې ته د وتلو په خاطر لوبه کوي.
د خالد هوتک لوبه د پنځه شپیته کیلوګرامه په وزن کې د لاووس له لوبغاړي سره وه چې بلآخره بریا د افغان لوبغاړي په برخه شوه.
تر دې مخکې خالد هوتک پرون د ووشو په لوبه کې د پاکستان لوبغاړی هم مات کړی و.
د خالد هوتک لوبه به سبا د چین یا کوریا له لوبغاړي سره وي چې په ماتولو به یې د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار د سرو زرو د مډال لوبه وشي.
خالد هوتک د ووشو نننۍ لوبه د اسیا د پنځه څلوېښتو هېوادونو تر منځ وګټله.
د اسیايي هېوادونو اتلسم دور لوبې په بیلابیلو ورزشي رشتو کې د اندونیزیا په کوربه په جاکارتا کې پيل شوي چې له افغانستانه هم شاوخوا اتیا لوبغاړو پکې برخه اخیستې ده.