د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۱

د کابل پوهنتون په لیلیه کې د یو شمېر محصلینو اختر!


اختر د مسلمانانو لپاره د خوشحالۍ او یو بل کره د تګ راتګ او مبارکیو ورځې دي، خو د کابل پوهنتون په لیلیه کې د ولایتونو یو شمېر محصلان وايي چې د امنیتي، اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو له امله خپلو کورنیو سره له اختر لمانځلو بې‌برخې دي.

د کندز ولایت اوسېدونکی او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي محصل عیسی خان محمدي وايي، د ناامنۍ له امله دا څو کاله اختر په لیلیه کې تېروي چې په خبره‌یې دا حالت ورته ډېر سخت او نا هیلی کوونکی دی.

نوموړی وايي:

"دا چې امنیتي ستونزې ډېرې دي نه‎شم کولای چې کور ته ولاړ شم، نو ځکه په لیلیه کې پاتې کېږم، په مسافرۍ کې اختر سخت تېرېږي، ځکه چې له کور او د کورنۍ له غړو لیرې او ورسره د اختر لمانځلو له خوشحالیو بې‌برخې یم."

کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

خو نوموړی وايي چې له دې ټولو سره سره غواړي تحصیل وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی وسیم بل هغه محصل دی چې اختر په لیلیه کې تېروي، دی وايي د ناامنیو تر څنګ اقتصادي ستونزو یې هم په اختر کې کور ته د تګ مخه نیولې ده.

دی زیاتوي:

"پیسې مې نه‌لرلې، یو دلیل هم همدا و چې په اختر کې کور ته ولاړ شم، بل نا امني یې وجه وه، ځکه زه چې چېرې اوسېږم هلته داعشیان دي، نو ځکه مې ونه‌شول کړای چې په اختر کې کور ته ولاړ شم."

وسیم وايي چې نږدې د اختر درې واړه ورځې په لیلیه کې تېروي، خو کله کله په کابل کې مېشتو خپلو خپلوانو کره هم سر ورښکاره کوي، خو وايي چې په دغسې حالت کې ورته د کورنۍ غړي په ځانګړي ډول مور او پلار وریادېږي او دا حالت‌يې ځوروي.

دی له حکومته غواړي چې په لیرو پرتو سیمو کې د امنیت د تأمین په هدف خپلې هڅې تېزې کړي، څو امنیت خوندي او خلک په ډاډه زړه وکولای شي د اختر په خوښیو کې خپلو سیمو ته لاړ شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د لوړو زده‎کړو کمېسیون د لوړو زده‎کړو له وزارته غوښتنه کوي چې د دغه ډول محصلینو له حالته ځانونه خبر کړي.

عبدالقادر قلات‎وال
عبدالقادر قلات‎وال

د دې کمېسیون غړي عبدالقادر قلات‎وال ازادي راډيو ته په‎دې اړه وویل:

"د لوړو زده‎کړو وزارت ته په‎کار ده چې د دغه محصلینو په برخه کې جدي پاملرنه او ستونزو ته‌يې رسېدنه وکړي، څو دغه محصلین دا احساس ونه‎کړي چې له خپلو کورنیو لیرې دي، د لوړو زده‎کړو وزارت که په‎دې برخه کې ډېر څه نه‎شي کولای لږترلږه د کېک او کولچو غم خو باید ورته وکړي."

دا یوازې د کابل پوهنتون محصلین نه‎دی چې له خپلو کورنیو لېرې دلته په لیلیه کې د اختر خوښي لمانځي، بلکې د هېواد د نورو پوهنتونونو په لیلیو کې هم محصلین له ورته ستونزې سره مخ دي.

د افغانستان د لوړو زده‎کړو وزارت وايي چې د وزارت یو پلاوی هر کال د اختر په ورځو کې د هغه محصلینو چې په لیلیو کې ژوند تېروي له حاله ځان خبروي او حتی ولسمشر يې ځان ته غواړي.

د دې وزارت ویاند فیصل امین په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د اختر په ورځو کې چې کوم محصلین خپلو کورونو ته نه‎شي تللی، دلته ورته د وزارت له لوري نورې د خوښۍ برنامې نیول کېږي، له دوی سره د وزارت پلاوی ګوري، د ولسمشر په برنامو کې هم دغه محصلینو ته ځای ورکول کېږي او دوی زیاتره وخت ارګ ته غوښتل کېږي ترڅو له ولسمشر سره وګوري."

فیصل امین
فیصل امین

ښاغلی امین وايي چې افغان ولسمشر دغه محصلینو ته ډېری وخت بېلابېلې ډالۍ او نغدې پیسې ورکوي او زده‎کړو ته‌يې هڅوي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر کارپوهان او د پوهنتون استادان وايي چې دا محصلین د اختر په ورځو کې مینې او تسلیت ته ډېره اړتیا لري، باید د لوړو زده‎کړو وزارت او نور اړوند بنسټونه باید دوی ته د خوشحالۍ بېلابېلې وسیلې برابرې کړي.

د استاد برهان‌الدین رباني د تعلیم او تربیې پوهنتون د اروا پوهنې پوهنځي استاد شرف‌الدین عظیمي وايي چې دغه محصلین له خپلو کورنیو لیرې د مایوسۍ له حالت سره مخامخ وي.

دی وايي:

"کله‌يې چې خپل پخواني وختونه یادېږي ډېر مایوسه کېږي او د یوازېوالي احساس کوي، په‎دې حالت کې باید رسنۍ دوی بېلابېلو خپرونو په ځانګړي ډول د موسیقۍ کنسرتونو ته دعوت کړي، څو هغوی د یوازېوالي او نارامۍ احساس ونه‎کړي."

دی وايي، دغه محصلین د بېلابېلو ستونزو له امله له خپلو کورنیو لیرې دلته په کابل کې د اختر ورځې تېروي، نو باید د لیليې پر ځای د ساعت تېري ځایونو ته لاړ شي او د اختر ورځې په خوښۍ تېرې کړي، څو له یوې خوا له مایوسۍ او یوازېوالي خلاص شي او له بله‎خوا يې د اختر ورځې په خوښۍ تېرې شي.

راپور:اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG