د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۲

د افغانستان د بایسکل ځغلونې لوبډله لاهور ښار ته رسېدلې

د افغانستان د بایسکل ځغلونې لوبډله د سیالیو لپاره د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.

د بایسکل ځغلونې د فدراسیون رئیس محمد حسین حمیدي ازادي راډيو ته وویل، افغان لوبغاړو د بایسکل ځغلونې په دغو سیالیو کې چې نن شنبه پیل شوې، ګډون کړی او تر دې دمه ښه روان دي.

دا سیالۍ د ۱۶۰ هېوادونو څخه د لوبغاړو په ګډون نن له لاهور څخه تر ساهیواله پورې پیل شوې دي.

د بایسکل ځغلونې فدراسیون په وینا، په دغو سیالیو کې د لوبډلې د اصلي لوبغاړو تر څنګ، د بلخ، بامیان او خوست څخه هم تکړه لوبغاړي غوره شوي او په سیالیو کې يې ګډون کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG