د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

دانش: د ملي امنیت پر روزنیز مرکز برید د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد

د کابل په پنځمه حوزه قلعه وزیر سیمه کې وسله‌والو ډله‌ییز برید کړی دی. جزئیات وروسته ...

د کابل په پنځمه حوزه قلعه وزیر سیمه کې وسله‌والو ډله‌ییز برید کړی دی.

جزئیات وروسته...

د کابل په پنځمه حوزه کې وسله‌والو ډله‌ییز برید کړی دی.

د کابل پولیس وايي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې یو شمېر وسله‌والو د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه قلعۀ وزیر سیمه کې یوې نیم‌کاره ودانۍ ته دننه شوي او له هغه ځایه‌یې د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز ډزې پیل کړې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او په وینا یې سیمه د پولیسو له‌خوا کلابنده شوې ده.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې د حمله کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پېښه شااوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.

ښاغلي دانش زیاته کړه، یو شمېر وسله‌والو چې ګمان کېږي شمېر به‌یې درې نه تر څلورو کسانو وي له دعوت پوهنتون سره نږدې یوه نیمه کاره ودانۍ ته ختلي او د ملي امنیت په ښوونیز مرکز ډزې کوي.

د نجیب دانش په وینا تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه‌شته، خو د پېښې د کنټرول لپاره سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او دا مهال له وسله‌والو سره په جګړه بوخت دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې شااوخوا ۳۷ تنه وژل شوي وو او ۴۸ نور ټپيان وو.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

جزئیات وروسته ...

په کابل کې د ملي امنیت د ریاست پر روزنیز مرکز وسله‌واله حمله شوې ده.

راپورونه وايي چې وسله‌وال حمله کوونکي د ملي امنیت روزنیز مرکز ته نږدې یوې نیم کاره ودانۍ ته ننوتي او له هماغه ځایه پر دې مرکز ډزې کوي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت‌الله ستانکزی وايي چې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په حمله کې مرګ ژوبله نه‌ده پېښه شوې.

عیني شاهدان وايي چې د یوې چاودنې غږ یې هم اورېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي امنیت ریاست پر روزنیز مرکز د حملې د دوو پاتې برید کوونکو د له‌منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ۳ حمله کوونکو له‌منځه یو تن د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی، خو دوه نور لا هم پاتې دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"همدا شېبه چې له تاسو سره خبرې کوم، امنیتي ځواکونو یو حمله کوونکی وژلی. د دوی شمېر ۳ تنه وو او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ژر تر ژره دوه نور هم له‌منځه یوسي."

د پېښې له ساحې څخه د ازادي راډیو خبریال څو شېبې مخکې وویل چې د یوې بلې چاودنې غږ یې اورېدلی دی.

د حملې په لومړیو شېبو کې هم د چاودنې غږ اورېدل شوی و.

تر اوسه د دولت کومې وسله‌والې مخالفې ډلې د دې حملې مسؤلیت نه‌دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG