د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

سیما سمر: په تېرو ۹ کلونو کې د جګړو له امله ۶۴ زره ملیکانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په دې هېواد کې په تېرو نهو کلونو کې د جنګ جګړو له امله څه باندې ۶۴ زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۳۰ فیصده‌يې وژل شوي او نور يې ټپيان دي.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۴» د ترورېزم د قربانیانو د درناوي او د دوی د وارثانو پر وړاندې د مسؤلیتونو د اداء کولو په هدف په جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه مرګ ژوبله تر ډېره د وسله‌والو مخالفینو د حملو له امله رامنځته شوې ده.

اغلې سمر وویل چې په افغانستان کې د ترورېزم د قربانیانو له کورنیو سره لازمې مرستې نه‌کېږي او ټینګار يې وکړ چې دغې مسئلې ته باید پام وشي.

سیما سمر
سیما سمر

نوموړې زیاته کړه:

"که د سولې په پروګرام کې د قربانیانو کورنۍ شاملې نه‌وي، پروګرام مو نیمګړی دی، که قربانیان مو ملکي او پوځي وي، باید کورنیو ته رسیده‌ګي وشي، حتی که مخالفین وژل کېږي باید له وارثانو سره‌یې مرستې وشي، ځکه له دې لارې سولې ته زمینې برابرولی شو."

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

افغانستان له شااوخوا ۴۱ کلونو راهیسې په جنګونو کې ښکېل هېواد دی چې له امله‌يې تر دې دمه شااوخوا دوه میلیونه افغانان وژل شوي دي.

د ترورېزم د قربانیانو د درناوي او د دوی د کورنیو پر وړاندې د مسؤلیتونو ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغان چارواکو په خبره اوس‌مهال افغانستان ته شااوخوا ۲۰ ترورېستي ډلې راننوتي او په دولتي تأسیساتو، جوماتونو، د ملکي خلکو پر غونډو، ښارونو او پر افغان او بهرنیو ځواکونو يې حملې زیاتې کړې دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې دغه غونډه کې يې ګډون کړی و وویل چې ترورېزم یوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې د سیمې او نړۍ ستونزه ده او پر ضد یې باید د نړۍ ټول هېوادونه بېړني پلانونه ترتیب او پلي کولو ته‌یې ګډ تدابیر ونیسي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د اګسټ ۲۱مه چې د ملګرو ملتو له‌خوا، د ترورېزم د قربانیانو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې، افغان حکومت د قربانیانو او د دوی د کورنیو پر وړاندې د مسؤلینو ترسره کولو ته ژمن دی.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"ژمن یو چې د ترورېزم د قربانیانو پروړاندې خپل مسؤلیت اداء کړو، له بلې خوا د ترورېزم د غندلو او د ترورېزم له قربانیانو سره د مرستو په مقصد په نړیواله کچه یووالي وښایو، څرنګه چې اوس ټول بشریت له دغې ستونزې سره مخ دی، یوازې د یوه هېواد یا یوه ملت هڅې ځای نه‌نیسي."

همدا شان د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي له ملګرو ملتونو هیله وکړه چې د نړۍ پر هېوادونو فشار راولي چې په افغانستان او نړۍ کې د ترورېزم پر وړاندې هڅې تېزې کړي.

په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د ترورېزم پر واندې د مبارزې مرستیال ولادیمیر ایوانویچ ورانوف د ده په خبرو کې ژمنه وکړه چې د افغانستان د خلکو ستونزې به د ملګرو ملتونو تر سازمانه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ډېر ځله ځیني ګاونډي هېوادونه تورن کړي چې په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره ترورېستان رالېږي.

په ورته وخت کې د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په تیلیفوني خبرو کې دغه ادعا رده کړه ویې‌ویل، په افغانستان کې د ۹۰ فیصده مرګ ژوبلې مسؤلیت د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر غاړه دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG