پهداسې حال کې چې د ځینو رسنیو مسؤلینو پهدې وروستیو کې ویلي چې حکومتي سرچینې د رسنیو لپاره د معلوماتو رسولو مؤثقې سرچینې نهدي، په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا «نی» هم پهدې موضوع د تأیید ټاپه لګوي.
د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۴» ازادي راډيو ته وویل چې حکومتي سرچینې د دې تر څنګ چې معلومات سانسوروي په ځینو مواردو کې هغه خبرونه چې د دوی په خوښه نهوي د خپرولو مخنیوي یې کوي.
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:
"له بدهمرغه موږ د سانسور د زیاتېدو شاهدان وو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کموالی او محدودیت په دې معنی دی چې دوی ځینو رسنیو ته معلومات نهورکوي او په ځینو مواردو کې حکومتي سرچینې د دوستۍ له مخې له رسنیو غواړي چې ځيني خبرونه نشر نهکړي او له همدې ځایه ده چې وضعیت له عادي حالته امنیتي او استخباراتي حالت ته اوړي."
دا په داسې حال کې ده چې د ځينو معتبرو ورځپاڼو مسؤلینو ویلي چې په غزني کې د جګړې پر مهال حکومتي چارواکو ورته معلوماتو ته د لاسرسي حق نهدی ورکړی.
د دوی په خبره، حکومتي سرچینو ضد او نقیض خبرونه خپرول.
د يو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې طالبان په ټولنیزو رسنیو کې د حکومتي ویاندویانو او چارواکو په نسبت ډېر فعاله و.
د دوی په خبره طالبانو د حکومت په نسبت د غزني له پېښې ډېرې ویډیوګانې خپرې کړې دي.
خو د دغو راپورونو له مخې د طالبانو د ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد په ټويټر کې د غزني په اړه له ۱۰۰ ډېر ټویټونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبه کړي او د دغې ډلې وېبسایټ هم ډېرې خبرپاڼې او وېډیوګانې نشر کړې دي.
په يوه خبري ناسته کې د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په غزني کې د نظامیانو او غیر نظامیانو د مرګ ژوبلې په اړه له معلوماتو بېخبري وښوده، په داسې حال کې چې طالبانو تهیې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات اعلان کړل.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، سانسور د افغانستان په قوانینو کې ځای نهلري او حکومت د قانون پلي کولو ته ژمن دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل چې حکومت د غزني د پېښې په اړه زیاتره معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي.
دی وايي:
"د حکومت لهخوا هېڅ نوع سانسور او محدودیت نهشته او له ټولو رسنیو سره همکاري شته، يوه ډله خبریالان مو ځان سره غزني ته يوړل او ارشد چارواکي مو له رسنیو سره وصل کړل."
يو شمېر خبریالان له ډلې یې نوید بارکزی په دې اند دی چې معلوماتو ته لاسرسی د رسنیو او خلکو قانوني حق دی او په دې برخه کې د محدودیتونو لګول د دې لامل کېږي چې خلک معلوماتو ته د نهلاسرسي له امله په شک او تردید کې ولوېږي.
راپور: واصل وصال