د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسواليو سلګونه خلک وايي، د شکایاتو کمېسيون له لېسته د لیرې کړل شویو نوماندانو سره د مور او میرې چلند کړی او بې له اسنادو يې له لېسته لیرې کړې دي.
دغه خلک ګواښ کوي چې که چېرې يې غوښتنې ونهمنل شي، په دغه ولایت کې به د ټاکنو کمېسيون دفتر وتړي او ټاکنو ته به اجازه ورنهکړي.
یادو خلکو دغه خبرې نن سې شنبه په همدې هدف په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د خلکو لهخوا پر ځینو احتمالي کاندیداتو د اعتراضونو او شکایتونو له څېړلو وروسته، د شنبې په ورځ د کاندیدانو د وروستي لېسته ۳۵ کسان وایستل او ۴۵ نورو تهيې خبرداری او توصيې کړې دي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: