د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

د افغانستان امریکایي پوهنتون بیا د خپلو ۲ استادانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه


د افغانستان د امریکايي پوهنتون مشر یو ځل بیا د دغه پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنيو استادانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د دغه پوهنتون د دوو استادانو له برمته کېدو دوه کاله تېرېږي، خو لاهم په دغه قضیه کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون مشر ډاکتر کینیټ هالنډ د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۳» خبریالانو ته وویل، له روغتیایي درملنې پرته دوه کلن اجباري بند د دغو دوو استادانو د روغتیا د خرابېدو لامل شوی دی.

ښاغلی هالنډ وايي، دغه استادان د حقاني شبکې له لوري تښتول شوي دي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون
د افغانستان امریکایي پوهنتون

​دی زیاتوي:

"هو موږ په دې باور یوو چې دغه استادان د حقاني شبکې له لوري برمته شوي او کوم دلیل چې موږ په دې اړه لرو، هغه دا دی چې برمته کوونکو د حقاني شبکې د یوه غړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې اوس‌مهال د افغان حکومت په زندان کې دی."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت په دې وروستیو کې د دغو استادانو د خوشې کېدو په تړاو د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یو میلیون ډالر جایزه ایښې ده.

د افغانستان امریکایي پوهنتون دغه دوه تنه ښوونکي د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګسټ په ۷مه د کابل له دارالامان سیمې وتښتول شول چې نن د اګست ۱۴مه د دوی د تښتونې له دوه کلنۍ یوه اوونۍ تېرېږي.

دا دوه برمته شوي ښوونکي هر یو کیوین کېنګ او تیموتی جان وېکس په دغه پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په تدریس بوخت وو.

که څه هم تر اوسه معلومه نه‌ده چې دغه دوه بهرني ښوونکي کوم هېواد کې ساتل کېږي، خو تر دې وړاندې د افغانستان او عراق لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل‌زاد ويلي، له یادو دوو استادانو یو یې په پاکستان کې دی.

نوموړي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي وو چې کیون کېنګ په پاکستان کې له حقاني شبکې سره دی، کومه شبکه چې له اسلام‎اباد سره د ښو اړیکو په لرلو تورنه ده.

بل‌خوا کیوین کېنګ او تیموتی جان وېکس په هغې وېډیو کې چې په دې وروستیو کې خپره شوه، د امریکا او استرالیا له حکومتونو غوښتي دي چې د دوی د ژغورلو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې د دغو دوو بهرنیو استادانو د خوشې کېدو لپاره د دوی هلې ځلې روانې دي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

​نوموړي وویل:

"د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو خوشې کېدل زموږ د کشفي او استخباراتي ادارو د کارونو په لومړیتوب کې راځي او زموږ هڅې روانې دي، ترڅو دغه استادان خوشې شي."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي بیا وايي، اسلام‎اباد تل له بېلابېلو لارو له امریکایانو باج اخیستی او معاملې یې کړې دي او په وینا یې چې په دې مسئله کې هم غواړي چې د پاکستان په اړه د امریکا او ناټو منفي ذهنیت پر مثبت هغه بدل او معامله وکړي.

د ښاغلي صدیقي په خبره، په افغانستان کې د اکثره بهرنیانو په برمته کولو کې هغه کړۍ چې د پاکستان له‌خوا یې ملاتړ کېږي، لاس لري او له ځینو دغو قضیو د پاکستان حکومت ښه ګټه پورته کړې چې څرګنده بېلګه‌یې په دې وروستیو کې د یوې کاناډايۍ امریکايي جوړې خوشې کېدل دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG