د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

ټيفا: د انتخاباتي مرکزونو تړل د خلکو او اساسي قانون سپکاوی دی


ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د څار بنسټ په کابل او بدخشان ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دفترونو تړل، د قانون او ډموکراسۍ خلاف عمل ګڼي.

د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه دغه عمل د خلکو او اساسي قانون سپکاوی ګڼي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د څار بنسټ یا ټیفا وايي، دغه اعتراضونه سربېره پر دې چې انتخاباتي کارونه ټکني کوي، بلکې د ډموکراسۍ د اصولو خلاف هم دي.

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۳» ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید د دغو اعتراضونو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.

محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

نوموړي وویل:

"حکومت مجبور دی چې له قانون سره سم اقدام وکړي، چا چې اعتراض کړی، د اعتراض حق لري، خو پرېکړه د اسنادو پر بنسټ شوې او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون منلې، خو قانون اجازه نه‌ورکوي چې څوک دې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوی دفتر وتړي، ایا دا د اساسي قانون او د ملت سپکاوی نه‌دی؟"

یو شمېر کاندیدان چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له‌خوا یې د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لېسته نومونه ایستل شوي، د دوشنبې په ورځ‌يې په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ور وتاړه.

په ورته وخت کې د دغه کمېسیون غړی او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي وايي، په بدخشان ولایت کې هم د دوی د دفتر مخې ته د اعتراض کوونکو د راټولېدو له امله، د دوی کارکوونکي نه‌شي کولای چې د یاد ولایت ساحوي دفتر ته لاړ شي او خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

د ملا تره‌خېل محمدي، محمد اکبر ستانکزي، قیس حسن، فوزیې کوفي، مریم کوفي، ښایسته باز ناصري، زرداد فریادي او ضیاءالحق امرخېل په ګډون ۳۵ کاندیدان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له‌خوا، د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستل شوي دي.

دغه کسان د انتخاباتي شکایتونو له پرېکړې سره مخالف دي او پلویانو یې په کابل او بدخشان کې په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، پولیسو د دغې ستونزې د هوارولو هڅې پیل کړې دي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

دی وایي:

"د کابل امنیه قوماندان د دغو کسانو سره غږېدلی او خبرې مو ورسره روانې دي، هیله ده چې د کمېسیون مسؤلین هم له دغو کسانو سره خبرې وکړي، پولیس به د نافذه قوانینو سره سمه کړنه وکړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې د ورځې په ماښام د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستی لېست اعلان کړ.

په دغه لېست کې د غزني له ولایته پرته، د کوچیانو او د هندوانو د یوازني کاندید په ګډون د نورو ټولو ولایتونو د کاندیدانو نومونه شامل دي.

د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستی لېست

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که له لېسته د ایستل شویو کاندیدانو اعتراضونه دغه‌شان دوام وکړي، د دوی کارونه به متأثر او ستونزې به‌یې زیاتې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG