د غزني ولایت اوسېدونکي وايي، د روغتیايي او بشري خدمتونو د نشتوالي له امله، له لویې ستونزې سره مخ دي.
څلورمې ورځې ته د غزني د جګړې په غځېدو سره، د دغه ولایت اوسېدونکي په سیمه کې د یوې انساني فاجعې د رامنځته کېدو خبرداری ورکوي.
دوی وايي، د غزني اوسېدونکي د روغتیايي او بشري خدمتونو د نشتوالي له امله، له جدي ستونزو سره مخ دي او که رسېدنه ورته ونهشي، ناوړه پایلې به ولري.
د دغه ولایت دوه اوسېدونکو فرید تکل او حکمتالله چې تازه له غزني کابل ته راغلي، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۲» د سیمې وضعیت ازادي راډیو ته داسې بیان کړ:
"څلور ورځې کېږي چې د غزني ملکي روغتون ته ۱۰۰ مړي لېږدول شوي چې هملته پاتې دي او ۱۵۰ ټپیان پهکې بستر دي، خو په دغه روغتون کې یوازې یو نرس شته چې رسېدنه ورته نهشي کولای، هېڅ ډول روغتیايي خدمتونه پهکې نهشته، حتی خلک لومړنیو خوراکي موادو ته هم لاسرسی نهلري."
"که دولت دولت وي، باید ټولو ته ځان ورسوي او خلکو ته خواړه او درمل ورکړي، لارې خلاصې او په ښار کې د ګرځېدو راګرځېدو زمینه برابره کړي."
طالبانو د جمعې په شپه د غزني پر ښار ډلهییز برید وکړ.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال وايي، پرون هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.
د غرني اوسېدونکي وايي، دغه جګړه لامل شوه چې ټيليفوني شبکې غیر فعالې او د برښنا مزي پرې شي.
دوی وايي، د غزني د ښار اوسېدونکي حتی د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نهلري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د دوی مرستې چمتو دي او د لارو په خلاصېدو سره به سیمې ته ولېږدېږي.
د عامې روغتیا د وزارت مرستیال احمد جان نعیم ازادي راډیو ته وویل، د غزني ولایت له روغتیايي مرکزونو سره اړیکې پرې شوي، خو ملکي روغتونیې فعال دی او د اړتیا په صورت کې به د سره صلیب له بنسټه مرستې وغواړي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم هم دغه ولایت ته د مرستو د تیاریو خبر ورکوي او وایي:
"موږ تیار یوو، کله چې زمینه برابره شي، موږ د خلکو د اړتیا وړ مواد ورلېږدوو، یوه اندازه مواد مو په میدان وردګ ولایت کې شته او یوه اندازه په مرکز کې تیار شوي دي."
دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د غزني وضعیت به تر راتلونکو دوو ورځو پورې بدل شي، خو د ولایتي شورا مرستیالیې وايي، طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت ځینې نورې سیمې هم ونیولې.
دی له حکومته غواړي چې د غزني وضعیت ته جدي پام وکړي او خلکيې وژغوري.
راپور: خان محمد سیند