د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

انګلستان په کرکټ کې هندوستان ته کم سارې ماتې ورکړه


د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پر خپله خاوره په یوې ټېسټ لوبه کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې ته کم سارې ماتې ورکړه.

هندۍ لوبډله دا مهال د انګلستان په سفر ده چې د دغه هېواد د کرکټ له ملي لوبډلې سره‌یې پر ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو سربېره د ۵ ټېسټ لوبو لړۍ هم روانه ده.

د دغه ۵ ټېسټ لوبو د لړۍ په دوهمې لوبه کې د انګلستان لوبډلې هندۍ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او د دغو ۵ لوبو لړۍ کې یې ۲ـ۰ بریا ترلاسه کړه.

د انګلستان او هندوستان ترمنځ دغه ټېسټ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ د لندن په یون لوبغالي کې پیل شوه.

د لوبې پچه انګلستان وګټله، خو لومړۍ یې هندۍ لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.

که څه هم د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د باران له امله لوبه ونه‌شوه، خو په دوهمه ورځ‌یې هندۍ لوبډلې بېخي بې‌خونده لوبه وکړه او په لومړي اننګز کې یې د خپلو ټولو ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

د دې لوبډلې لپاره کپټان کوهلي ۲۳ او اشون تر ټولو زیاتې ۲۹ منډې وکړې.

په انګلستاني بالرانو کې جېم انډرسن د هندوستان ۵ او ووکس ۲ او براټ او کوورن ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د انګلستان لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې د هندوستان د ۱۰۷ منډو په ځواب کې کرېس ووکس د ۱۳۷ او بېرسټو د ۹۳ منډو پر مټ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۶ منډې وکړې، خپل اننګز یې ډکلیر «ختم» کړ هندوستان ته‌یې د دوهم اننګز د لوبې بلنه ورکړه.

د هندي لوبډلې دوهم اننګز پیل هم خوندور نه‌و او ټول لوبغاړي یې یوازې د ۱۳۰ منډو تر جوړولو وروسته وسوخېدل او انګلستان ورته د ۵ ورځنۍ لوبې په ۴مه ورځ د ۱ اننګز او ۱۵۹ منډو ماتې ورکړه.

په دوهم اننګز کې هندي اوپنرانو یو ځل بیا خپلې لوبډلې ته ښه پیل ورنه‌کړ، مورلی وجې په صفر او کې. اېل راهول په ۱۰ منډو وسوځېدل.

په دغه اننګز کې اشون یو ځل بیا تر ټولو زیاتې ۳۳، هارټېک پانډیا ۲۶ او کپټان ویرات کوهلي ۱۷ منډې جوړې کړې.

په دوهم اننګز کې د انګلستان لپاره جېم انډرسن او براډ ۴-۴ او کرېس ووکس ۲ هندي لوبغاړي وسوځول.

کرېس ووکس په دغه لوبه کې د خپل هر اړخیز «الراونډ» لوبې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې دا د انګلستان او هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ ټېسټ لوبو د لړۍ دوهمه لوبه وه.

تر دې مخکې د دغې لړۍ لومړۍ لوبه هم انګلستان ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG