د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

دنیا: ایا پر غرني معامله شوې؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د غرني موضوع ګرمه ساتلې ده.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، ایا پر غرني معامله شوې؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې جګړه د څلورمې ورځې لپاره هم په غزني کې روانه ده، په‎دې جګړه کې لسګونه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او عام خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دنیا لیکي، بازار تړلی، خلک په کورونو کې بند پاتې دي او د توکو د کمښت ستونزه هم ساعت په ساعت په جدي کېدو ده.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې ویل کېږي له کابله تازه دمي سرتېري هم لا نه‎دي ور رسېدلي او پولیس او د ملي امنیت ځواکونه له وسله‎والو سره په مقاومت بوخت دي.

ولې په جوزجان کې د داعشیانو د ژغورنې لپاره له ځنډ پرته له کابله هلیکوپټرې لېږل کېږي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنې مطرح کړي چې ولې افغان دولت او بهرني پوځي ملاتړي یې په دې نه‎دي توانېدلي چې په غزني کې د طالبانو حمله دفع کړي؟

ولې په جوزجان کې د داعشیانو د ژغورنې لپاره له ځنډ پرته له کابله هلیکوپټرې لېږل کېږي؟ خو په غزني کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پولیسو او د ملي امنیت سرتېرو ته نه؟

نو ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور د غرني په مسئله کې تر کاسې لاندې نیم کاسه ضرور شته.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په‎دې اړه لیکلي، د غرني ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي چې د غرني امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خلک لومړنیو موادو ته لاسرسی نه‎لري او که وضعیت همدا شان دوام وکړي یو انساني ناورین به رامنځته شي.

ورځپاڼې په کابل کې د دغو فعالانو په حواله دا هم لیکلي چې غزني د طالبانو په لاس د سقوط له وېرې سره مخ دی.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.

ویسا لیکي، که څه هم د افغانستان لوی درستیز وايي چې د غرني ولایت ستراتېژیکې سیمې له امنیتي ځواکونو سره دي، خو د غرني د ولایتي شورا یو غړی وايي چې حکومت د غزني ښار په روان وضعیت کې رول لري او هېڅ ډول مؤثره مرستندویه ځواک نه‎دی موجود.

ورځپاڼې د غزني د ولایتي شورا د یو غړي نصیر احمد فقیري په حواله دا هم لیکي، که ټاکل شوې وي چې دغه ولایت طالبانو ته وسپارل شي، نو د خلکو ځورولو ته هېڅ اړتیا نه‌شته.

  • انیس

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ کې لیکلي چې د غزني ښار وضعیت تر دوو ورځو پورې بدلون مومي.

د مطلب لیکوال دغه خبره د ملي اردو د لوی درستیز شریف یفتلي په حواله لیکلي او ویلي چې د طالبانو حمله په شا تمبول شوې او اوس‌مهال دوی په کورونو او دکانونو کې پټ دي.

په مطلب کې د ښاغلي یفتلي په حواله دا هم راغلي چې ډېری حمله کوونکي طالبان، بهرنیان دي چې د پاکستان له‎خوا تجهیزېږي.

XS
SM
MD
LG