د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۸

قیس احمد د ویسټ انډیز په کرابین پریمر لیګ کې ۳وکټې واخېستې

د افغانستان ځوان لوبغاړي قیس احمد د ویسټ انډیز په کرابین پریمر لیګ سیالیو کې درې مهمې وکټې واخېستې.

۱۸ کلن قیس په دغو سیالیو کې يواځینی افغان لوبغاړی دی چې د سنټ لوشیا سټارز لوبډله کې لوبېږي.

قیس احمد که څه هم د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې په وکټ اخېستلو بریالی نشو خو پخپله دوهمه لوبه کې یې په څلورو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.

ده په دغه لوبه کې پاکستانی تکړه الراونډر شعیب ملک،او دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي والټن او هټ مایر وسوځول.

قیس د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ښې لوبې وکړې او د سنټ لوشیا سټارز لوبډلې د مسوولینو پام یې ځانته واړوو.

قیس احمد ازادي راډیو ته په يوه ټیلفوني پیغام کې وویل، ډېر خوښ دی چې په کرابین پریمرلیګ کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.

قیس ښي لاسی لیګ بریکر توپ اچوونکی او ښه توپ وهونکی هم دی.

تېرکال د کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې محمد نبي او راشد خان هم لوبېدلي وو، خو سږکال هغوی بوخت دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG