د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د انتخاباتو کمېسیون: د کمېسیون په چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي او کمېسیون له ننګونو سره مخ کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټينګار کوي چې په خپلو چارو کې به له پوره شفافیته کار واخلي او چاته به اجازه ور نه کړي چې غواړي کمېسیون تر خپل نفوذ لاندې راولي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې ورځ په رأیې پاڼو کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د موقیعت ټاکنې د پچې اچونې په غونډه کې ټینګار وکړ چې د زور له لارې به د هېڅ چا غوښتنو ته غاړه کېنږدي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي وویل:

“زمونږ شعار دا دی چې په بې پرېتوب به دا پروسه بشپړوو، دلته هېڅ لوری ځای نه لري، د قومونو او مذاهبو ترمنځ هېڅ ډول تبعیض نشته او زمونږ ژمنه داده چې پروسه به په بشپړ شفافیت له خلکو سره شریکوو.”

د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې په رأیې پاڼو کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د موقعيت ټاکنې د پچې اچونې دا ډول غونډې نه ترسره کېدې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وینا، یوشمېر نوماندان له ستونزو سره مخ کېدل.

له دې ټولو سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د وروستیو څېړنو د اعلان په تړاو وايي، ممکن د نن ورځې تر پایه دغه پایلې اعلان شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د نوماندانو په تړاو د خپلو څېړنو وروستۍ پایلې یوه ورځ مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولېږلې.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون ولسي جرګې ته د کاندیدانو د ابتدايي لېست په اړه د شکایتونو او اعتراضونو د څېړنې مصوبه د جمعې په ماښام خپره کړه.

په مصوبه کې ویل شوي چې له هغو ۱۳۴ شکایتونو چې د کاندیدانو له ابتدايي لېسته د لېرې شویو کسانو کمېسيون ته ور رسېدلي وو، د ۱۰۲ تنو استدلال د توجيه وړ و او وروستي لېست ته یې شامل کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د پرېکړو په تړاو ځيني ملاحظات لري او له پرېکړو یې اندېښمن دي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو چارو کې په شفافیت او استقلالیت ټينګار کوي، خو یوشمېر معترضو کاندیدانو د دغه کمېسیون د خپلواکۍ د نه موجودیت په تړاو انتقادونه کړي دي.

اوس پوښتنه داده چې په رښتیا دغه کمېسیون په خپلو چارو کې څومره خپلواک دی؟

یوسف رشید
یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید په دې اړه وايي:

“له انتخاباتي کمېسيونونو څخه زمونږ غوښتنه داده چې یوازې زمونږ سمبولیک حضور د ستونزو د هواري لار نه ده، کله چې له مونږ څخه د کمېسیون په ناستو کې د ګډون غوښتنه کېږي، مونږ ونډه اخلو، خو د کمېسیون په پرېکړو کې وخت نه راکول کېږي او د رسنیو او څارونکو بنسټونو په حضور کې نه کېږي، دا خپله شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.”

دغه څارونکي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پرېکړې تشریفاتي ګڼي.

ښاغلی رشید ټينګار کوي چې د انتخاباتو د پروسې د شفافیت لپاره پکار ده چې د انتخاباتو څارونکي بنسټونو په پرېکړو کې ونډه ولري، که نه نو په خبره یې چې په یاده پروسه به د خلکو باور کم شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG