د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د کندز د امام صاحب اوسېدونکي د خپلسرو وسله والو له زور زیاتي په تنګ شوي


د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دوی د خپلسرو وسله والو له زور زیاتي او وهلو ډبلو څخه په تنګ راغلي دي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دوی د غیرمسؤلو وسله والو له بې ځایه ځورونو، وهلو ډبلو، باج اخیستنې، چورچپاول او خپلسریو څخه په تنګ شوي دي.

د دوی په خبره چې دوی څو ځلې د ولسوالۍ او د ولایت مقام چارواکو ته خپلې عریضې او شکایتونه وړاندې کړي، خو تراوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.

دوی د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو غږ کوي چې ډېر ژر د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د امام صاحب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي محمد حکیم چې د غیرمسؤل وسله والو له لورې وهل شوی او ټول وجود یې تور او شین دی، د خپلسرو وسله والو د ظلم په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه یو موټر لرم، کار کوم او د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوم او لس نفره ډوډۍ خواره او یوه زړه مور لرم، ما ته غیرمسؤلو وسله والو وویل چې ۵۰ زره افغانۍ راکړه، ما دومره پسې نه درلودلې چې دوی ته مې ورکړې وای، نو په همدې خاطر یې سخت ووهلم او اوس د ګرځېدو توان هم نه لرم."

په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ یوشمېر خلک بیا وايي چې خپلسرو وسله والو دوی جبراً له خپلو مېنو څخه په کډه کړي او د یوه کور دوه تنه غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"غیرمسؤلو وسله والو زما دوه زامن را وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي او زموږ پر مالونو یې نارنجک فیر کړ او زما ډېر مالونه یې هم را وژلي دي او زموږ د کلي ۵۰ کورنۍ د دوی له لاسه له خپلو سیمو څخه بې ځايه شوي دي."

"خپلسرو وسله والو زه ووهلم، ولسوالۍ او د کندز ولایت مقام ته مې شکایت وکړ، خو هېڅ چا زموږ غږ وانه ورېده او د حمل په میاشت کې زما پر کور راغلل او تجاوز یې وکړ، خو تراوسه پورې زموږ اواز چا نه دې اورېدلی."

د دې ولسوالۍ خلک وايي چې په نوموړې ولسوالۍ کې بې عدالي خپل اوج ته رسېدلې او ان خپلسري وسله وال شخصي بندي خانې لري او پکې خلک ساتي.

له دې سره سم د کندز د استناف څارنوالۍ رئیس محمد عارف مبشر بیا د امام صاحب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي او ددغې ولسوالۍ پولیسو ته یې امر وکړ چې د خپلسرو وسله والو د نېولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي وویل:

"زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ ټول قاتلان، غاصبان، غله او متجاوزین نیسو او د قانون په رڼا کې ورسره چلند کوو او ما د دې ولسوالۍ ټولو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې ډېر ژر دغه قاتلان او متجاوزین ونیسې چې موږ پرې قانون پلی کړو."

بل خوا د کندز د والي مرستیال او د ولایت سرپرست حشمت الله رحیمي عرضبیګي بیا وايي چې دوی ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې خپل سري وسله وال خلع سلاح کوي او د قانون منګلو ته یې سپاري.

دی وایي:

"زه ټولو هېوادوالو او په خاصه توګه د امام صاحب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوم چې حکومت د خپلسرو وسله والو د نيولو په اړه جدې اراده لري او څرنګه چې موږ په خان اباد ولسوالۍ کې یوشمېر غیرمسؤل وسله والو ونيول، په دې ولسوالۍ کې هم د خپلسرو وسله والو پر وړاندې ورته اقدام کوو."

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د خلکو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې په دې وروستیو کې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د غیرمسؤلو وسله والو دوه تنه قوماندانان د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول، خو ددې ولایت چارواکي وايي چې دوی دغه بهېر ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلی کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG