د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

په اروپا کې رد شویو افغان ماشومانو ته په کابل کې د یوه مرکز په جوړېدو بحثونه!


د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په کابل کې د هغو ماشومانو د ساتنې د يو مرکز د جوړېدو په اړه د تخینکي بحثونو د پېلېدو خبر ورکوي چې د پناه غوښتنې اسناد یې په اروپايي هېوادونو کې رد شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي، ناروې او ډنمارک غواړي چې په کابل کې د هغو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره يو مرکز جوړ کړي چې په اجبارې توګه له اروپايي هېوادونو ويستل کېږي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند رضا باهر د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه مرکز د جوړېدو په اړه د ډنمارک د کډوالو د ادارې او د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت ترمنځ تخینکي بحثونه او خبرې اترې پیل شوي دي.

دی وایي:

"د کډوالو د راستېدونکو چارو وزارت او د (ډي ار سي) اداره د دغه مرکز د جوړولو په تکل کې ده او کار پرې کېږي، په دې اړه يو لړ تخینکي ناستې هم شوي، امکان لري چې د راتلونکي میلادي کال تر اوایلو پورې یې تخینکي او نور کارونه نهايي شي."

ښاغلی باهر وايي، د دغه مرکز جوړېدو ته کومه خاصه اړتیا نه لېدل کېږي، ځکه د ده په خبره، د هغه هوکړه لیک له مخې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ لاسلیک شوی، اروپايي هېوادونه په ځانګړې توګه، ډنمارک او ناروې د دې حق نه لري چې له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان په اجباري ډول له خپلو هېوادونو وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې ناروې او ډنمارک د هغو افغان ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره په کابل کې د يوه روزنیز مرکز د جوړېدو خبره کړې ده چې په اجباري ډول له اروپايي هېوادونو وېستل کېږي.

بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونسیف ویلي چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو سره باید ډنمارک او ناروې دغه کم عمره ماشومان بېرته کابل ته را ونه لېږي.

په افغانستان کې جنګونه،د اداري فساد زیاتوالی او د کار نشتوالی هغه عوامل دي، چې زیاتره افغان ځوانان اروپایي هېوادونو ته له سختو خطرناکو لارو تېرېږي او په اروپایي هېوادونو کې پناه اخلي.

خو د ناروې د عدلیې وزارت مرستیال یوران کالمېر ویلي چې ډېری هغه افغان ماشومان چې په ناروې کې د پناه اخیستلو غوښتنه کوي، خوندیتوب ته نه، بلکې دوی په افغانستان کې یوه پالونکي او یا ښې اقتصادي راتلونکې ته اړتیا لري او په همدې موخه دوی غواړي چې په خپل هېواد کې دوی ته د ساتنې او روزنې لپاره مرکز جوړ کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په اجباري توګه له اروپايي هېوادونو د افغان ماشومانو له ويستلو او په کابل کې ورته د ساتنې د مرکز جوړولو سره مخالفت ښيي.

د دغه وزارت رسنیز سلاکار بکتاش رویش په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغه مرکز له جوړېدو سره مخالف دی او د دغه مرکز جوړېدل د نړیوالو قوانیو خلاف دي او ماشومان اصولاً باید ډيپورټ نشي."

ښاغلی رویش وايي، افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې افغان ماشومان له اروپايي او نورو هېوادونو اخراج نشي او که بیا هم اجباري ويستل کېږي، نو حکومت اړ دی چې نورې حل لارې ورته پیدا کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG