د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د کندز خبریالان: چارواکي خبریالانو ته په خپل وخت معلومات نه ورکوي


د کندز خبریالان وايي چې د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي ورته د پېښو په اړه په وخت کره او موثق جزیات او معلومات نه ورکوي او له خبریالانو سره د مور او میرې چلند کوي.

که څه هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې په واضح توګه بیان شوي چې باید خبریالانو ته په خپل وخت سره لازم معلومات ورکړل شي، خو لاتراوسه پورې دغه قانون په کندز کې نه دی عملي شوي.

د دغه ولایت د خبریالانو په وینا، په دې اړه د کندز ولایت د ملکي او پوځي ادارو د چارواکو ترمنځ همغږي نشته او له کبله یې ضد او نقیض ارقام او جزیات خبریالاتو ته وړاندې کوي چې دغې مسئلې د رسنیو د کارکوونکو پروړاندې ډېرې ستونزې زېږولي دي.

د دوی د خبرو پر بنسټ، ډېری وخت سیمه ییز چارواکي د مهمو پېښو پر وخت خپل ټيلیفونونه بندوي او په بېلابېلو پلمو د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کوي.

د کندز دوو تنو خبریالانو بشیرخان ساپي او هدایت الله زیارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه ستونزه د افغان خبریالانو پر وړاندې په کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې له څو کالونو راهیسې پرته ده، ځکه کله چې موږ غواړو پر یوې موضوع کار وکړو، ولایت یو ارقام ورکوي، قومانداني بل ارقام ورکوي او فرقه او زون بل ډول ارقام ورکوي او دغې مسئلې زموږ پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولي او موږ له دولتي چارواکو غواړو چې ډېر ژر دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي."

"که په یوې ولسوالۍ او یوې سیمې کې کومه پېښه کېږي، موږ له څو ادرسونو څخه څو رقمه ارقام او جزیات ترلاسه کوو چې دا خپله د خبریالانو او د رسنیو اعتبار او اعتماد ته ډېره ضربه رسوي او خبریالان په ساعتونو ساعتونو انتطار باسې، خو چارواکي په وخت سره خبریالانو ته معلومات نه ورکوي."

له دې سره سم په شمال ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندېتوب د کمېټې ولایتي مسؤل شهباز صابري وايي چې په کندز کې شته ناامنیو د خبریالانو کاري ساحه خورا تنګه کړې ده او د کندز سیمه ییز چارواکي هم خبریالانو ته په وخت سره معلومات نه ورکوي چې دغې مسئلې خبریالان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی زیاتوي:

"لاهم خبریالان په شمال ختېځ زون او په ځانګړې توکه په کندز کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، د بېلګې په توګه، چارواکي په وخت سره خبریالاتو معلومات نه ورکوي او ځیني وختونه حتی نه حاضرېږې چې له رسنیو سره مرکه وکړي چې دغې مسئلې د خبریالانو پروړاندې ډېرې ستونزې زېږولي دي."

بل خوا په کندز کې د افغانستان د فرهنګ او د رسنیو د اړیکو د بنسټ مشر ذبیح الله مجیدي هم په شمال ختېځ زون کې د خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې مني او وايي:

"نه یوازې دا چې د سیمه ییزو چارواکو له خوا خبریالانو ته په خپل وخت معلومات نه ورکول کېږي، بلکې د ځینو سیمه ییزو ادارو د رئیسانو له لورې یوشمېر خبریالان توهين او تحقیر شوي هم دي، موږ له دولتي چارواکو غواړو چې ډېر ژر دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي."

خو د کندز د ملکي او د پوځي ادارو چارواکي بیا خبریالانو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر دغې ستونزې ته رسېدنه کوي او وروسته له دې په خپل وخت سره خبریالانو ته د پېښو او نورو موضوعاتو په اړه کره او موثق معلومات او جزیات ورکوي.

خو د وخت په تېرېدو سره به په ډاګه شي چې چارواکي به خپلې ژمنې عملي کړي او کنه.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG