د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د افغانستان ګوندونه او سیاسي جریانونه غواړي چې له طالبانو سره خبرو ته کيني


د افغانستان سیاسي ګوندونو او جریانونو پرېکړه کړې چې د يوه ملي پلاوي له لارې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

دا ځل سیاسي ګوندونو او جریانونو له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته مټې را بډ وهلې دي.

د حراست او ثبات شورا وايي، ائتلافونو، سیاسي ګوندونو او د افغانستان يو شمېر مطرحو سیاسي څېرو پرېکړه کړې چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه خبرې به د يوه ملي پلاوي په چوکاټ کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ او له حکومت سره په مشوره وشي.

مسعود ترشتوال
مسعود ترشتوال

دی وایي:

"راتلونکې اوونۍ ته د سولې او مذاکراتو لپاره بشپړ میکانیزم او څرنګوالی یې اعلانېږي، په ورته وخت کې مو د طالبانو له تحریکه هم غوښتي چې د سولې دې غږ ته مثبت ځواب ورکړي."

ښاغلی ترشتوال وايي، د سولې لپاره په دغه ملي پلاوي کې به د مدني ټولنو، ځوانانو، روحانینو، ښځو او د مقاومت د جبهو استازي هم شامل وي.

نوموړی وايي، ټول سیاسي ګوندونه، جریانونه او سیاسي څېرې د سولې په برخه کې د حکومت له هڅو ملاتړ کوي، خو د نوموړي په خبره، د دې لپاره چې طالبان له افغان حکومت سره په خبرو کې ملاحظات لري، نو دغه اقدام کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تل د افغان حکومت د سولې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې غواړي له امریکا سره د مخامخ خبرو اترو مېز ته کيني.

دا شان دوه اوونۍ وړاندې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د ډلې د استازو ترمنځ په قطر کې د لیدنو کتنو راپورونه ورکړل شول او يوه طالب چارواکي هم دغه ليدنې تأیید کړې.

د افغانستان حکومت تر دې مهاله د سیاسي ګوندنو او جریانونو د دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هر هغه اقدام چې په هېواد کې د سولې ټینګښت ته لار هواروي، هرکلی یې کوي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم وایي:

"هر هغه بنسټ، حرکت او سازمان چې د سولې په بهیر کې ممد واقع شي او د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته زمینه مساعده او بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي چې مذاکرات پيل شي، طبیعي ده چې موږ یې هرکلی کوو او ترې د ملاتړ غوښتنه کوو."

بل خوا د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د سیاسي ګوندونو او جریانونو د دغه اقدام په اړه معلومات نه لري او په دې اړه څه ویل له وخته مخکې بولي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه داود مایار وايي، د سیاسي ګوندونو او جریانونو دغه پرېکړه د دې ښودنه کوي چې دوی د سولې له بهیره ملاتړ کوي او کولای شي چې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG