د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۷

د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره: تر دې وروسته به هر ډول الوتنې کنټرولېږي


د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره ډاډ ورکوي چې وروسته له دې، دغه اداره کولی شي چې د افغانستان په فضايي حریم کې هر ډول کورنۍ او بهرنیۍ ملکي او نظامي الوتنې او د نورو هېوادونو ترانزیټي پروازونه په دقیقه توګه وڅاري او کنټرول يې کړي.

د دغې ادارې رئيس محمود شاه حبیبي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی وتوانېدل چې د دوو کلونو هڅو په نتیجه کې د هېواد د فضايي حریم د بشپړ کنټرول لپاره، مسلکي کادرونه وروزي، نوي فضايي سیسټمونه عیار، معیاري راهدار نصب او نوي تخنیکي تجهیزات سمبال کړي.

ښاغلي حبیبي وویل، اوس د افغانستان د هوايي چلند بشري، مسلکي او تخنیکي ځواک کولی شي چې د هر ډول ملکي، پوځي، تجارتي او ترانزیټي الوتکې پرواز، د هېواد په فضايي حریم کې وڅاري، خبرې ورسره وکړي، ارتفاع يې معلومه او هدف یې کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د کنټرول د ساحوي مرکز نه، نه یوازې ملکي پروازونه بلکې ټول نظامي پروازونه که د دفاع د وزارت او که د ناټو وي، ټول کنټرولوو، موږ وتوانېدو چې د افغانستان فضا په منظمه توګه ډیزان او په یو منظم سیستم کې یې یوځای کړو او د رهدار په سکرین يې راولو."

دا په داسې حال کې ده چې له دوه زره لومړي مېلادي کال راهیسې د افغانستان د ټول فضايي حریم او د دې هېواد د ملکي پروازونو او هوايي ډګرونو کنټرول د امریکا او د ناټو ځواکونو له خوا نظارت او کنټرولیدل.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د مسؤلینو د معلوماتو له مخې پخوا تردې د افغانستان پروازونه د کابل او کندهار د راهدار لخوا یوازي تر ۶۰ کېلومتره پورې کنټرولیدل خو اوس د افغانستان د فضا د کنټرول ساحوي مرکز کولی شي، حتا هغه الوتکې چې له اروپا څخه د افغانستان پر فضايې حریم تېرېږي هم کنټرول او خبرې ورسره وکړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د مسؤلینو د معلوماتو پر بنسټ، له نړیوالو فضايي شبکو سره هوکړې ته رسیدلي چې د هر بهرنی ترانزیتي پرواز په بدل کې، افغانستان ته ۷۰۰ ډالر ورکړي حال داچې پخوا دغه ترانزیتي حق ۲۰۰ ډالره و.

د پوځي او هوايي چارو ځینې پوهان دا نه مني چې د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول مرکز دې وکړای شي هر ډول پروازونه وڅاري او کنټرول کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې پخواني جنرال عتیق الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په اوسنیو جنګي حالاتو کې د دغه مرکز تجهیزات او فعالیتون کافي نه دي:

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

"یوه برخه یې حقیقت لري چې هغه د ملکي الوتکو د پرواز او کیناستلو کنټرول دی، که چیرې له بهره جاسوسي الوتکه راځي، هغه نه شي کنټرولولی ځکه هوايي مدافع ځواک په افغانستان کې نه شته چې هم دراکټونو او هم د هغو الوتکو پروړاندې مبارزه کوي چې ۲۵ کېلومتره خاورې ته داخلیږي چې یا یې له منځه وړي او یایي کښینوي."

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، د دوو کلونو هڅو په نتیجه کې وتوانېدل چې د فضايي حریم د کنټرول ساحوي مرکز جوړ کړي، خو د راتلونکو پلانونو په پلي کېدو به نورې لاسته راوړنې هم ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG