د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱
ارشیف
ارشیف

دفاع وزارت: د غزني ښار کنټرول د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د غزني ښار ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او د وسله‎والو مخالفینو پرضد يې...

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د غزني ښار ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او د وسله‎والو مخالفینو پرضد يې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د دې وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش څو شېبې وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د ښار کنټرول د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی او په یو شمېر سیمو کې د مخالفینو خوځښتونه د ځپلو په حال کې دي.

نوموړی وايي:

"زموږ کومانډويي او خاص ځواکونه د غزني ښار ته رسېدليي او د هوايي ځواکونو په مرسته يې د غزني په لویدیځو ساحو کې چېرته چې وسله‎وال مخالفین لا هم مقاومت کوي، خپل تصفیوي عملیات پیل کړي دي."

ښاغلی رادمنش د یوې هليکوپټرې د سوځېدو خبر هم تأييدوي، خو وايي چې دا هلیکوپټر د برښنا د شارټۍ له امله اور اخېستی دی.

له دې وړاندې وسله‎والو طالبانو د دوی له لوري د غزني ښار د سرې روضې په سیمه کې د دغه هلیکوپټرې د سقوط ادعا کړې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې لا هم د دغه ښار په درېیو نقطو دوهمې، څلورمې او اتمې حوزې سیمو کې وسله‎وال مخالفین مقاومت کوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې په یادو سیمو کې وسله‎وال مخالفین د ملکیانو په کورونو ځای پرځای شوي دي او امنیتي ځواکونه په احتیاط خپلو تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکوي.

نوموړی وايي:

"په غزني ښار کې امنیتي وضعیت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې دی، وضع ښه ده، یوازې په درېیو نقطو کې مخالفین حضور لري، دوی د ملکيانو په کورونو کې ځای پرځای شوي دي، په‎دې خاطر چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وانه‎وړي؛ امنیتي او دفاعي ځواکونه په احتیاط مخکې ځي."

دی وايي، هڅه کېږي چې دا مخالفین هم ژر له پښو وغورځول شي.

ښاغلی رحیمي په‎دغه پېښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي چې په‎دې پېښه کې د ملي اردو ۶ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

نوموړی وايي چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر ۱۵۰ وسله‎وال مخالفین هم وژل شوي دي.

دا حملې تېره شپه له ۱۲ بجو وروسته د غزني په ښار له څلورو لوریو پیل شوي دي، وسله‎وال طالبانو په‎دې حملو کې زیات شمېر دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د دې ډلې له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ښار زیات امنیتي مرکزونه، پوستې او غزني ښار ته ټولې ورغلې لارې ددوی په ولکه کې دي.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وايي، په سیمه کې د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه درېدلي؛ په همدې اساس د غزني له ښاره تازه حال نه لري.

شاه ګل رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د غزني د امنیتي وضعیت په اړه يې له دې وړاندې د حکومت له امنیتي مسؤلینو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.

اغلې رضايي وايي، اوس هم د دې ولایت امنیت د اندېښنې وړ دی او حکومت باید وروسته دغلته پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي.

په‎دې حملو کې د اوښتو تلفاتو په اړه لا هم بېلابېل راپورونه ورکول کېږي.

د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهر شاه نیکمل په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې بېلابېلو روغتونونو ته د امنیتي ځواکونو او ملکیانو ۱۶ مړي او تر ۴۰ زیات ټپيان ور وړل شوي دي، خو په‎دې اړه لا هم دقیقې شمېرې نه‎دي موجودې.

راپور: اکرام الله اکرام

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د غزني ښار په ځینو سیمو کې د طالبانو پرضد تصفیوي عملیات دوام لري.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه په دې عملیاتو له دقت او پام څخه کار اخلي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

نوموړی وايي:

"د غزني ښار امنیتي وضعیت ښه دی. تازه دمه امنیتي او دفاعي ځواکونه غزني ښار ته رسيدلي دي. د غزني په دريیو برخو کې دښمن لاهم موجود دی او هغه ځکه چې وسله وال د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي."

تردې مخکې د غزني د والي ویاند ویلي و چې وسله وال د غزني ښار په لویدیځه برخه کې دي.

وسله والو طالبانو تېره شپه له څو اړخونو پر غزني ښار بریدونه پیل کړل.

د امریکا هوايي ځواک د غزني په جګړه کې له افغان ځواکونو ملاتړ پیل کړی.

چارواکو ویلي تراوسه په غزني کې د روانې جګړې له امله ۱۴ سرتیري وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان فرید احمد مشعل ویلي چې یوازې د غزني ښار په ختیځه برخه کې د طالبانو ۳۹ جسدونه پاتې دي.

طالبان وايي، د غزني ځینې برخې يې نیولي او افغان ځواکونو ته يې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.

  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د غزني ښار په یو شمېر سیمو کې لا هم د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سره د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام لنډه مرکه کړې او د غزني ښار د وروستي امنیتي وضعیت په اړه يې ترې پوښتنه کړې ده.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

مرکه

  • پخواني معلومات

د غزني ولایت چارواکي وايي چې پر دې ښار د وسله والو طالبانو پراخې حملې یې تر ډېره په شا تمبولي دي او په دې ترڅ کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ائتلاف هوايي بریدونه هم کړي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې یوازې د ښار په یوه څنډه کې وسله وال تراوسه هم مقاومت کوي او نور ښار تصفیه شوی دی.

ښاغلي نوري د ازادي راډیو له خبریال احمدتکل سره د مرکې په پیل کې هغه اندیښنې رد کړې چې ګنې غزني د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

مرکه

  • پخواني معلومات

د غزني ولایتي شورا وايي چې لا هم په دې ښار کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې جریان لري او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم رسېدلې ده.

راپورونه وايي چې تېره شپه د غزني په ښار له څلورو خواو وسله والو مخالفینو ډله ییزې حملې وکړې چې د ولایتي شورا په وینا لا هم جریان لري.

د دې شورا له مرستیال امان الله کامراني سره د غزني د وروستي وضعیت په اړه د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

مرکه

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر غزني د وسله والو مخالفینو حمله پای ته ورسېده.

تېره شپه وسله والو مخالفینو پر غزني ښار له څلورو خواو ډله ییز بریدونه وکړل.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"دقیقاً په دوه -درېیو ځایو کې لا هم دښمن شته، خو ترڅو شېبو او یوساعت وروسته به د غزني ښار له مخالفینو وژغورل شي."

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي که حکومت ددې ولایت د امنیتي تهدیداتو په اړه جدي اقدام ونکړي دا ولایت به مخالفان ونیسي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په څو شېبو کې به په غزني ولايت کې د وسله والو پيل شوې ډله ييزې حملې پاى ته ورسېږي.

د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د غزني ولايت له څو استقامتونو پر پوځي مرکزونو حملې پيل کړې.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل:

"په دوه درېيو نقطو کې د دښمن حضور شته. تر راتلونکو ساعتونو پورې به غزني ښار د دښمن له حضور څخه تصفيه شي."

د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو ويلي، که حکومت د روانو امنيتي تهديداتو په وړاندې جدي اقدام ونه کړي، دغه ښار به د وسله والو لاس ته ورشي.

  • پخواني معلومات

د تېرې شپې شاوخوا ۱۲ بجو څخه د سهار تر شپږ نیمو بجو پورې د غزني ولایت په مرکز کې د وسله والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده او اوس هم خال خال ډزې دوام لري چې د امنیتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو له څو لورو پر غزني ښار بریدونه وکړل چې له سخت مقاومت سره مخ شول.

نوري وايي، په دغه برید کې اووه تنه امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د غزني «پي.ار. ټي» چې د امنیتي ځواکونو قرارګاه ده او د ښاري کمربند ځینو پوستو ته یې اور اچولی دی، خو تر اوسه پورې د نورو مالي او ځاني زیاتونو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په څو شېبو کې به په غزني ولايت کې د وسله والو پيل شوې ډله ييزې حملې پاى ته ورسېږي.

د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د غزني ولايت له څو استقامتونو پر پوځي مرکزونو حملې پيل کړې.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل:

"په دوه درېيو نقطو کې د دښمن حضور شته. تر راتلونکو ساعتونو پورې به غزني ښار د دښمن له حضور څخه تصفيه شي."

د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو ويلي، که حکومت د روانو امنيتي تهديداتو په وړاندې جدي اقدام ونه کړي، دغه ښار به د وسله والو لاس ته ورشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر غزني د وسله والو مخالفینو حمله پای ته ورسېده.

تېره شپه وسله والو مخالفینو پر غزني ښار له څلورو خواو ډله ییز بریدونه وکړل.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"دقیقاً په دوه -درېیو ځایو کې لا هم دښمن شته، خو ترڅو شېبو او یوساعت وروسته به د غزني ښار له مخالفینو وژغورل شي."

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي که حکومت ددې ولایت د امنیتي تهدیداتو په اړه جدي اقدام ونکړي دا ولایت به مخالفان ونیسي.

د غزني ولایتي شورا وايي چې لا هم په دې ښار کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې جریان لري او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم رسېدلې ده.

راپورونه وايي چې تېره شپه د غزني په ښار له څلورو خواو وسله والو مخالفینو ډله ییزې حملې وکړې چې د ولایتي شورا په وینا لا هم جریان لري.

د دې شورا له مرستیال امان الله کامراني سره د غزني د وروستي وضعیت په اړه د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00
مستقیم لېنک

د غزني ولایت مقامات وايي، د وسله والو د ډله ییزو بریدونو مخه نیول شوې او دا مهال یوازې د غزني ښار په لویدیځه برخه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، وسله والو تېره شپه له څو اړخونو پر غزني ښار ډله ییز بریدونه پیل کړل.

په همدې حال کې امریکايي ځواکونو د هوا له لارې په غزني د امنیتي ځواکونو ملاتړ پیل کړی دی او افغان کمانډو ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي دي.

که څه هم افغان چارواکي وايي، تر اوسه پر غزني ښار د شوي بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته خو دواړو خواو ته د تلفاتو راپورونه خپاره شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG