د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

 ولسمشر غني: په افغانستان کې فساد تر کنټرول لاندې راغلی دی


ولسمشر محمد اشرف غني چې د ملي تداراکاتو د ادارې په یوه غونډه کې یې وینا کوله وویل، په افغانستان کې فساد تر کنټرول لاندې راغلی دی.

نوموړې ټینګار وکړ چې شفافیت رامنځ ته کول یو ملي اړتیا او تعهد دی او د څو محدودو کسانو په خاطر باید یو لوی ملت د فساد قرباني نه شي.

ولسمشر په ځانګړې توګه د دولتي قراردادونو په شفافیت کې د زیاتوالي یادونه وکړه او ویې ویل، پخوا قرادادونه د کار لپاره نه بلکې د پیسو لپاره د څو تنو قراردادیانو تر منځ لاس په لاس کیدل، خو دده په وینا د تداراکاتو کمیسون او عالي شورا وتوانیده چې ددې کار مخه ونیسي.

شفافیت رامنځ ته کول یو ملي اړتیا او تعهد دی او د څو محدودو کسانو په خاطر باید یو لوی ملت د فساد قرباني نه شي
شفافیت رامنځ ته کول یو ملي اړتیا او تعهد دی او د څو محدودو کسانو په خاطر باید یو لوی ملت د فساد قرباني نه شي

ښاغلي غني د ادارې فساد په وړاندې موثرې مبارزې لپاره د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې شته کمزورۍ باید لرې شي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې خصوصي سکتور باید پیاوړی، خوځنده او د قانون سره سم رامنځ ته شي. نوموړې د قرادادونو خپراوی د شفافیت د زیاتوالي لپاره مهم وباله او ویې ویل:

” د قراردادونو خپرول یو اساسي اصل دی. له دې وروسته، زموږ هیڅ تدارکاتي قرارداد په ټولو دولتي او ولسي سطحو له خپریدو پرته امکان نه لري.“

ولسمشر غني له دیني عالمانو، مدنې ټولنې او د ښځو له ټولنو وغوښتل چې د اداري فساد په مخنیوي کې د حکومت سره همکاري وکړي.

افغان ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د وارداتو او صادراتو تر منځ د ډیر لوی موجود توپیر د کمولو لپاره باید کورني صنایع او تولیداتو ته وده او لومړیتوب ورکړل شي.

ولسمشر غني: خصوصي سکتور باید پیاوړی، خوځنده او د قانون سره سم رامنځ ته شي

د افغانستان اجرائیه ریس عبدالله عبدالله هم په تیرو څلور کلونو کې د تدارکاتو د ملي ادارې هڅې وستایلې او ویې ویل چې دې ادارې په تیرو څو کلونو کې پنځوس میلیارده افغانۍ سپمولي دي .

د افغانستان اجرائیه ریس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه ریس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل چې ددې ادارې له رامنځ ته کیدو مخکې ډیرې پراختیايي پروژې په قراردادونو کې د ستونزې له کبله ځنډیدلې وې خو د نوموړې په وینا ددې ادارې په رامنځ ته کیدو ستونزې تر ډیره هواري شوي دي.

خو د افغانستان د صنایع او سوداګرۍ د خونې د نړیوالو اړیکو ریس ازرخش حافظي وايي، دا چې د تدارکاتو په برخه کې پراخ اداري فساد موجود و، نو ولسمشر اشرف غني وغوښتل چې دا بهیر تر خپلې څارنې لاندې راولي.

د افغانستان د صنایع او سوداګرۍ د خونې
د افغانستان د صنایع او سوداګرۍ د خونې

ښاغلي حافظي وايي د همدې لپاره د ټولو وزارتونو تدارکاتي چارې په ارګ کې د یو واحد مرکز تر څارنې لاندې راغلې. نوموړې وايي دا ښه اقدام دی، خو تر اوسه پورې یې د افغانستان په اقتصادي وده کې د پام وړ نتیجه نه تر سترګو کیږي.

آذرخش حافظی: افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو ډیر اداري فساد په کې موجود دی

” ددې لپاره چې د افغانستان ولسمشر د تدارکاتو لپاره ډېر وخت نه لري چې ټولې څلور سوه پاڼې یا پنځه سوه پاڼې دوسیې وګوري. نو اړ دی چې یو بل چاته یې وسپاري. اوس هغه دویم کس چې دا دوسیې ګوري څومره ژمن دی. دا نو خدای تعالی ته معلومه ده.“

ښاغلي حافظي زیاته کړه چې تمه وه، حکومت به د اداري فساد پر ضد تر دي ډېر جدي ګامونه واخلي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په وړاندې چې د اداري فساد په لویو دوسیو کې ښکیل دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونې د نړیوالو اړیکو ریس ازرخش خافظي وايي، له بده مرغه د نړیوالو سازمانونو د څیړنو پر بنسټ افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو ډیر اداري فساد په کې موجود دی.

XS
SM
MD
LG