د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

غالب: برښنا شرکت د ۴ میلیاردو ډالرو په مدیریت کې دخیل نه‎دی


د افغانستان برښنا شرکت هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د دغه شرکت د پروژو په لګښتونو کې د ۴ میلیارډو ډالرو حساب کتاب ناڅرګند دی.

د برښنا شرکت وايي، کومې مرستې چې د دغه شرکت په نامه شوي او د لګښت واک یې یاد شرکت ته ورکړل شوی، حساب ورکولو ته یې تیار دی، خو کومې مرستې چې له برښنا شرکت سره د مرستې په نامه یو شمېر نړیوالو بانکونو او یا مرستندویو موسسو کړي، د لګښت واک یې هم له هغو سره وو او حساب ورکول یې هم د هغوی کار دی.

د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیټې له مسؤلینو سره په یوې ګډې ناسته کې وویل، په‎دغو مرستو کې هغه مرستې هم حساب شوي چې نړیوالو بانکونو او مرستندویو موسسو یې یوازې ژمنې کړي، خو تر اوسه افغان حکومت ته نه‎دي ورکړل شوي.

د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب
د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب

نوموړی وايي:

"برښنا شرکت د ۴ میلیاردو ډالرو په مدیریت کې دخیل نه‎دی، هغه پیسې چې برښنا شرکت پرې مستقیم مدیریت لري هغه له یوې ولسوالۍ نه تر بلې او له یوه ښاره نه تربله، د برښنا د پراختیايي پروژو لګښت دی. د مالېې وزارت موږ ته نغدې پیسې نه راکوي. د مالېې وزارت چې برښنا شرکت ته د پروژو لپاره د مرستندویو پیسې ورکوي، موږ یې یوازې د پروژو د پلي کولو د څار مسؤلیت لرو. موږ هېڅ فزیکي پیسې نه‎لرو."

ښاغلي غالب وویل، موږ سره تر دوه زره شلم میلادي کال پورې د یو شمېر نړیوالو بانکونو او مرستندویو موسسو له‎خوا د ۱،۸ میلیارډو ډالرو یوازې ژمنه شوې او کله چې د برښنا شرکت په نامه ولېږدېږي هم، د لګښت چارې یې تر ډېره د بهرنیو موسسو له‎خوا ترسره کېږي.

دا په‎داسې حال کې ده چې شاوخوا اته میاشتې مخکې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې ویلي و، برښنا شرکت باید د ۴ میلیاردو ډالرو د لګښت وضاحت ورکړي.

په ورته وخت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې غړي باري سلام، سره له دې چې د برښنا شرکت د لګښتونو راپور یې قناعت بخښونکی وباله خو ويي ویل چې اوس هم په‎دغه شرکت کې ځینې نیمګړتیاوې شته چې باید لېرې کولو ته یې هڅې وشي.

باري سلام
باري سلام

نوموړی وايي:

"پرمختګ شوی خو کافي نه‎دی. د میترونو د توضیع پروسه له پخوا راهیسې جنجالي وه او اوس هم ده. د شرکت د حقوقي جوړښتونو تعدیل اوس هم د برښنا د خدمتونو له قانون سره سم نه‎دی، همدارنګه د فروشاتو پالیسي او د برښنا شرکت ګڼ خدمتونه چې باید د برښنا شرکت د خدمتونو د تنظیم له قانون سره سم وای، په‎دې برخه کې پرمختګ نه‎دی شوی."

خو برښنا شرکت وايي چې د برښنا د تولید، واردولو او متوازنې توضیع لپاره یې لنډ مهاله، متوسط او اوږدمهاله پلانونه ترتیب کړي او شته ستونزې به په خپل وار سره یوه په بلې پسې هوارې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG