د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د ملي تدارکاتو کمېسیون: ۴ کلونو کې لسګونه میلیارده افغانۍ سپما شوي


د ملي تدارکاتو د کمېسیون مسؤلین وايي، دغې ادارې په تېرو څلورو کالونو کې له دوه نیم زره ډېر تړونونه لاسلیک او لسګونه میلیارده افغانۍ یې سپما کړې دي.

د ملي تدارکاتو د ادارې او کمېسیون چارواکو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۸» د یوه ملي کنفرانس له لارې خپلې څلور کلنې لاسته راوړنې بیان کړې.

دوی ټینګار کوي چې په‎دې موده کې يې په پراختیايي پروژو کې د شفافیت د ټېنګښت لپاره مهم کارونه کړي دي.

د ملي تدارکاتو د کمېسیون غړی او د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون په ۱۵۹ غونډو کې میلیاردونه افغانۍ سپما کړې دي.

نوموړی وايي:

"د ملي تدارکاتو د کمېسیون له لوري له ۲۶۹۸ څخه ډېر قراردادونه لاسلیک شوي او ۳۴،۸ میلیارړه ډېرې افغانۍ سپما شوې دي. له همدې لارې له ۱۸ څخه تر ۲۰ قلمو توکو پورې چې افغانستان واردول اوس په ځان بسیا شوي یو."

ده وویل، د ملي تدارکاتو د ادارې او کمېسیون له‎خوا دا وخت بېلابېلو ادارو او وزارتونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو هم کار کېږي.

د ملي تدارکاتو د ادارې رئیس الهام عمر هوتکي په‎دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د الکترونیکي تدارکاتي سیستم د جوړېدو خبر ورکړ او وايي چې له دغه سیستم سره به د تدارکاتو په برخه کې لا شفافیت رامنځته شي.

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې دا کنفرانس د خپلو لاسته راوړنو د څېړلو، د کار د ښه کېدو او د تدارکاتو په برخه کې د ځينو ستونزو د هواري لپاره د دولتي چارواکو، د مدني او نړیوالې ټولنې له استازو سره په ګډه په کابل کې جوړ کړی دی.

د ملي تدارکاتو اداره او کمېسیون شااوخوا څلور کاله وړاندې د فساد سره د مبارزې لپاره د جمهور رئیس غني په فرمان رامنځته شول.

د حکومت اجرائیه رئیس د ملي تدارکاتو د څلور کلنو لاسته راوړنو له ستایلو سره وویل، د دغې ادارې کړنې نړیوالو بنسټونو ته د منلو وړ ګرځېدلي دي.

ښاغلي عبدالله وویل، د دغې ادارې له جوړېدو مخکې په قراردادونو کې د ستونزو له کبله لسګونه پروژې ځنډېدلي، خو د تدارکاتو د ملي ادارې له جوړېدو وروسته دا ستونزه تر ډېره کمه شوې ده.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"له یوه سخته ځایه دا کار پیل شو، خو نن په ډاډ ویلی شو چې نسبتاً په یوه ښه موقف کې قرار لرو، له یوې خوا د ډېرو هغو پروژو په اړه تصمیم ونیول شو چې د تدارکاتي ستونزو له کبله ځنډېدلې وې او له بل اړخه سپما وشوه."

خو ښاغلي عبدالله وویل، له دې ټولو پرمختګونو سره د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا کار پاتې چې لا همکارۍ ته اړتیا لري.

ده هیله‌مندي څرګنده کړه چې د تدارکاتو سره همکاري به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د ودې سبب وګرځي.

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي هم د تدارکاتو د ملي ادارې کار مثبت ګام ګڼي وايي چې د دغې ادارې او کمېسیون له جوړېدو سره له قراردادونو د زورواکو او مافیايي کړیو لاس لنډ شوی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG