د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ د سامبو رزمي سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت ورزشي امر ګل کریم سحر نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پهدغه درې ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د نوموړي په خبره په دغه سیالیو کې ۱۰ وړ ورزشکاران انتخاب شول چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د پکتیا په اسازیتوب ګډون وکړي.
سامبو رزمي ورزش دی چې د کورش فدراسیون په چوکاټ کې شاملېږي.