په ننګرهار کې له واکسينو د پاتې ماشومانو شمېر د پام وړ راکم شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئيس ډاکتر نجيب کامهوال د دوشنبې په ورځ د واکسين د درې ورځني کمپاین په پرانیست غونډه کې وويل چې پخوا به په ننګرهار کې ۶۰ زره ماشومان د پولیو له واکسین پاتې کېدل چې اوس دا رقم ۲۳ زرو ته راټيټ شوی دی.
دی وايي، دا شمېر ماشومان په هغو سیمو کې له واکسینه پاتې کېږي چې ناامني پهکې ده.
نوموړي وویل:
"پخوا په ننګرهار ولایت کې د ۶۰ زرو په شااوخوا کې ماشومان له واکسینه پاتې کېدل، اوس دا رقم ۲۳ زرو ته رسېدلی او دا هم د پچير اګام د پننګزیو په ساحه، د هسکې مېنې د پاپين او اوغز په ساحو، د خوګياڼیو او د لعل پورې ولسوالیو په ځينو ساحو کې ماشومان پاتې کېږي چې موږ به هڅه وکړو چې هلته هم واکسین ته د ماشومانو لاسرسی زیات کړو."
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار والي حیاتالله حیات وویل، په هغو سیمو کې چې د واکسینو پروسه نهتطبیقېږي، کوښښ به وکړي چې د دیني علماوو، قومي مخورو او ځوانانو په مرسته په راتلونکي کې دا ستونزه حل کړي.
دی وایي:
"په دې کې شک نهشته چې د ننګرهار ځينې ناامنه سیمې شته او هلته د پولیو د واکسین کمپاین مشکل سره مخ و، موږ به کوښښ وکړو چې د قومي مخورو، علماوو او ځوانانو په مرسته، دا پيغام ورسوو چې په لیرو پرتو سیمو کې هم ماشومان واکسین شي."
د عامې روغتيا ریاست د مسؤلینو په وینا، په روان کمپاین کې به د ننګرهار شااوخوا اووه لکه او ۶۶ زره ماشومان واکسین شي.
د دوی په وینا، په دغه درې ورځني کمپاین کې ماشومانو ته د واکسین کولو تر څنګ، ویټامین ای هم ورکول کېږي چې په دې سره د ماشومانو مقاومت پیاوړی کېږې او د اسهال او تنفسي ناروغیو مخنیوی هم کېدای شي.
راپور: شاه محمود شینواری