د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د ننګرهار چارواکي: جلال‌اباد کې انتحاري حملې د ملي اردو ۳ سرتېري وژلي


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار ولایت مطبوعاني مسؤل عطاالله خوګیاڼی وايي، تېر ماښام د جلال‌اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه د ملي اردو په چک پوست باندې ځانمرګی برید شوی و.

په دې برید کې د ملي اردو درې تنه سرتېري وژل شوي وو او دوه تنه سرتېري او یو ملکي وګړی په‌کې ټپیان دي.

تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله‌والې ډلې نه‌ده منلې.

د یادولو ده چې د تېرو پنځو ورځو راهیسې د جلال‌اباد ښار د امنیت مسؤلیت د نورو امنیتي ادارو په ملاتړ ملي اردو ته سپارل شوی چې ورسره خلک د ښار په امنیت ډاډمن شوي وو، خو په تېرو پنځو ورځو کې دا لومړی برید دی چې د ملي اردو په امنیتي چک پوست ترسره شو.

دا په داسې حال کې ده چې جلال‌اباد ته د کورنیو چارو وزارت له لوري د پلټنې ځانګړې قطعه رارسېدلې او اټکل کېږي چې د دوشنبې په ورځ رسماً په کار پیل وکړي.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار چارواکي وايي، یوه سرتېري پرون یکشنبه پر یوه انتحاري حمله کوونکي غېږه وګرځوله چې نور خلک وژغوري، خو په خپله ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي د سرتېري نوم محمد عمر وښود او د پېښې د جزئیاتو په اړه‌یې وویل:

"د محمد عمر په نوم اتل سرتېري خپل ژوند قرباني کړ، خو په سیمه کې یې د سلګونه وطنوالو او نورو سرتېرو ژوند وژغوره."

خوګیاڼي همداراز وویل چې محمد عمر نومي سرتېري حمله کوونکی انتحاري د خلکو له ګڼې ګوڼې وایست، خو حمله کوونکي ځان والوزاوه چې په نتیجه کې یې محمد عمر او انتحاري ووژل شول او درې سرتېري او یو ملکي ژوبل شول.

  • پخواني معلومات

ننګرهار ولایت کې د ملي اردو پر چک پوست ځانمرګي برید یو سرتېری وژلی او ۵یې ټپیان کړي.

د ننګرهار چارواکي وایي چې د یکشنبې په ماښام د جلال‌اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه د ملي اردو د پلټنې په محل د ځانمرګي برید له امله یو تن سرتېری وژل شوی او څلور سرتېري او ملکي وګړي یې ټپیان کړي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې د ملي اردو سرتېري د پلټنې پر مهال پلی ځانمرګی بریدګر چې ۱۸ کلن زلمی و، له پېژندنې وروسته په غېږ کې نیولی او د پلټنې د سرتېو او ملکي وګړو له‌منځه بهر کړی چې بریدګر په ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله‌یې یو تن سرتېری وژل شوی، څلور سرتېري او یو ملکي وګړی په‌کې ټپیان شوي دي.

د پېښې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

د یادولو ده چې د تېرو پنځو ورځو راهیسې د جلال‌اباد ښار د امنیت مسؤلیت د نورو امنیتي ادارو په ملاتړ ملي اردو ته سپارل شوی چې ورسره خلک د ښار په امنیت ډاډمن شوي وو، خو په تېرو پنځو ورځو کې دا لومړی برید دی چې د ملي اردو په امنیتي چک پوست تر سره شو.

دا په داسې حال کې ده چې جلال‌اباد ته د کورنیو چارو وزارت له لوري د پلټنې ځانګړې قطعه رارسېدلې او اټکل کېږي چې د دوشنبې په ورځ رسماً په کار پیل وکړي.

XS
SM
MD
LG