د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر روانه اوونۍ له ایران څخه لیدنه کوي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د اګست په اومه له ایران څخه کتنه وکړي.
شمالي کوریا او ایران دواړه په اوس وخت کې د خپلو اټمي پروګرامونو په خاطر د امریکا تر زیاتو سیاسي او مالي فشارونو لاندې دي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري یونګ هو وروسته له هغې تهران ته ځي چې د آسیان په غونډه کې یې پرهغو ویناو او خبرداریو انتقاد وکړ چې د واشنګټن له خوا پر پیونګ یانګ د بندیزونو د دوام په اړه په دې وروستیو کې ډېر اورېدل کېږي.
د دې غونډې په حاشیه کې نوموړي د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره هم وکتل.
واشنګټن پر پیونګ یانګ فشارونه زیات کړي چې د اټمي وسلو د له منځه وړلو هغه ژمنه پرځای کړي چې په سینګاپور کې د دې هېواد واکمن کیم جونګ اون له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې کړې وه.
امریکایي چارواکو له ټولو هېوادونو غوښتي چې تر هغو پورې دې پر پیونګ یانګ بندیزونه جاري وساتي چې د شوې موافقې له مخې نهایي هدف چې له اټمي وسلو د کوریا ټاپووزمې پاکول دي، ترلاسه شي.
په عین حال کې واشنګټن د ایران او سترو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړون څخه تر وتلو وروسته پر تهران هم سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو او د متحدو ایالتونو اټمي ساینس پوهانو د شمالي کوریا او د ایراني چارواکو ترمنځ د همکارۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
د شمالي کوریا د خبري آژانس د راپور له مخې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په اپریل میاشت کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ناپییلو هېوادونو په غونډه کې د ایران له یوه لوړرتبه پلاوي سره کتلي و.
دغه راز د پیونګ یانګ یوه پلاوي هم د ۲۰۱۷ کال په اګست کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.
د ۲۰۱۷ کال د راپور له مخې لیدل شوي چې د شمالي کوریا د وسلو هغه قاچاقبران چې بندیزونه پرې لګول شوي، په تهران کې اوسي او هم د دواړو هېوادونو د میزایلو ترمنځ مشابهتونه هم لیدل شوي، په تېره بیا د ایران د شهاب درې او خورامشهرد میزایلو او د شمالي کوریا د نودونګ او موسودان د وسلو ترمنځ.