د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۱

د جهان سپورټ لوبډلې د کابل د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د جهان سپورټ د والیبال لوبډلې د غلام حیدرجیلاني لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کابل د والیبال سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډيوته وویل چې په پایلوبه کې د جهان سپورټ د والیبال لوبډلې ۳ د ۲ په وړاندې د غلام جیلاني حیدر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په‎دغو سیالیو کې د کابل ښار د والیبال ۷ کلبونو جهان سپورټ،غلام حیدر جیلاني، د کابل ښاروالۍ، سرې میاشتې، صوفي کلب، افغان ملي کلب او سروري الکتریک برخه اخېستې وه.

د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د زمري میاشتې په اتمه نېټه پېل او د همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېدې.

د کابل د ښاروالۍ لوبډلې په دغو سیالیو کې د درېیم مقام ترڅنګ د اخلاقو د کپ ګټونکی هم شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG