د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۶

په پروان کې یوه ځانوژونکي برید د چک جمهوریت درې سرتېري ووژل

په پروان ولايت کې نن یکشنبه په یوه ځانوژونکي برید کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت درې سرتېري ووژل شول.

د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د پروان د مرکز چاريکار په اړوندو سیمو کې شوې ده.

د چک جمهوريت پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې درې واړه وژل شوي پوځيان چکان دي.

د چک جمهوریت د دفاع وزارت ویاند یان پیشېک له چک ټلویزیون سره په ټيليفوني خبرو کې وویل چې دا سرتېري د بګرام هوايي اډې ته نېږدې د پلې ګزمې په حال کې وو چې برید پرې وشو.

نوموړي وویل:

"نن سهار مهال زموږ سرتېري له افغان او امریکايي پوځیانو سره د ګډې پلې ګزمې په حال کې وو چې له بده مرغه یوه انتحاري بریدکوونکي خپل ځان دوی ته په نېږدې واټن کې والوځاوه، د دې چاودنې په نتیجه کې زموږ درې تنه پوځیان چې یو یې بریدګی او دوه نور ډلګۍ مشران وو، ووژل شول."

د امريکا پوځ هم په يوه اعلاميه کې ويلي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت ۳ پوځيان چې له افغان ځواکونو سره په ګډه ګزمه بوخت وو، په ځانوژونکي بريد کې وژل شوي دي.

اعلاميه زياتوي چې په پېښه کې دوه افغان پوځیان او يو امريکايي سرتېرى هم ټپيان شوي دي.

د دې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی او د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي د دې پېښې د څرنګوالي په اړه د تحقیقاتو د پیل خبر ورکوي.

په روان میلادي کال کې دا په یو ځل د نړیوالو پوځیانو د وژل کېدو تر ټولو لویه پېښه ده.

چک جمهوريت اوس مهال په افغانستان کې ۲۳۰ سرتېري لري.

د چک حکومت په دې وروستيو کې هغه پلان تصويب کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د دې هېواد د سرتېرو شمېر تر ٢٠٢٠ میلادي کال پورې ۳۹۰ ته رسېږي.

پخواني معلومات:

په پروان ولايت کې ننني ځان وژونکي بريد د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت درې غړي وژلي دي.

دا خبره د امريکا متحدو ايالتونو پوځ نن يکشنبه په يوه اعلاميه کې کړې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي:

"د قاطع ملاتړ د ماموريت درې پوځيان چې له افغان ځواکونو سره په ګډه ګزمه بوخت وو، په ځان وژونکي بريد کې ووژل شول."

اعلاميه زياتوي چې په پېښه کې دوه افغان پوځيان او يو امريکايي سرتېرى ټپيان شوي دي.

د وژل شويو سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي دي.

د دې پېښې په اړه چې مسؤليت يې وسله والو طالبانو منلى، څېړنې پيل شوي دي.

د پروان د والي ويانده وحيده شهکار وايي، حمله د پروان د مرکز چاريکار په مربوطاتو کې شوې ده.

  • پخواني معلومات

په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو په کاروان نن سهار انتحاري برید شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل چې دا برید نن یکشنبه سهار شااوخوا شپږ بجې د پروان ولایت د مرکز خلازیي په سیمه کې شوی دی.

د شهکار په خبره، په دې انتحاري برید کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.

د پروان د والي ویاندې دا هم وویل چې بهرنیو ځواکونو د برید سیمه تړلې او امنیتي ځواکونه یې سیمې ته نه دي پريښي، نو ځکه د هغوی د مرګ ژوبلې جزیات نشته.

اخوا وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې دا انتحاري برید د دوی له خوا شوی او پکې پنځلسو بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې مېشت امریکايي او ناټو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG