د هلمند ولایت خلکو د هېواد او سیمې په سطحه د افغان سولې په اړه د شوېو فتواوو ملاتړ وکړ.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې تر زرو ډېرو کسانو ګډون کړی وو او د طالبانو نه يې د سولې غوښتنه وکړه.
په عین وخت کې خلکو پر وسله والو غږ وکړ چې د لوی اختر په رارسېدو دې د اوږد وخت له پاره اوربند ته غاړه کښېږدي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: