د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د خوست د اداري کمپلیکس چاپېریال به شین او په پارکونو بدل شي


د خوست چارواکي وايي، ځايي اداره په دې هڅه کې ده چې د اداري کمپلیکس چاپېریال چې اوسمهال تر ډېره شاړ او تش ډاګ دی، په چمنونو او زینتي ونو سمسور کړي او تفریحي پارکونه په کې ورغوي.

چارواکي وايي، مامورین هغه مهال کولی شي، خپلې دندې په ښه ډول ترسره او خلکو ته وړ خدمتونه وړاندې کړي چې د کار یو ښه او مناسب چاپېریال ولري.

د خوست اداري کمپلیکس چې دا مهال نېږدې ټولو ملکي حکومتي ادارو ته په کې ودانۍ جوړې شوي، په ۱۴۹ جریبه ځمکه کې اباد شوی او له ټولې سیمې يې چاردېوالي راتاو ده.

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي د اداري کمپلیکس په یوه برخه کې د نوي تفریحي پارک د پرانیستې پر مهال ازادي راډيو ته وویل چې د اداري کمپلیکس د رغونې او سمسورولو لپاره نقشې ډیزاین او د پروژې په ډول ترتیب شوي او د منظورۍ په خاطر يې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

د خوست والي د پټۍ پرېکولو پرمهال
د خوست والي د پټۍ پرېکولو پرمهال

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د اداري کمپلیکس د رغولو لپاره به ډېر ژر بودجه منظوره او چاپېریال به يې په شنو ساحو، پارکونو او نورو اړینو ملحقاتو سمبال کړي.

د ده په وینا چې د اداري کمپلیکس په یوه برخه کې جوړ شوی پارک او شنه ساحه د ښار او کور جوړولو وزارت د ثبات د ټېنګښت پروګرام له بودجې څخه جوړه شوې ده.

خوست
خوست

ښاغلي حبیبي وویل:

"د ښار او کور جوړونې وزارت د ثبات د ټېنګښت د برنامې په چوکاټ کې د څه باندې۶۶لکه افغانیو په لګښت باندې دلته د سرسبزۍ او د مراجعینو د سیوري لپاره یوه پروژه وه چې د یو کال په موده کې بشپړه شوه، باور لرم چې د دې پارک په جوړیدو سره به کمپلیکس ته د راغلو مراجعینو ستونزه حل شي."

مدني فعال سلطان محمود خیرخواه وايي، اداري کمپلیکس ډېر ښه موقعیت لري، خو اوس په شاړو ځمکو کې حکومتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوي، خو خوند يې ځکه نشه چې چاپېریال يې سپېره او له هرزه ګیاوو ډک دی.

دی وايي، تر څو چې چاپېریال سمسور او ودان نشي، دا ځای هغه مناسب خوند او رنګ نشي پیداکولی.

د خوست د ښار او کور جوړولو رئیس ابراهیم الله ولیزي وویل چې په اساسي ډول يې د اداري کمپلیکس رغول په پام کې دي او دې لپاره ورسره د کافي بودجې د منظورۍ ژمنه شوې ده.

خوست
خوست

د یادونې وړ ده، څو میاشتې وړاندې د ښار او کور جوړولو وزارت د ثبات د ټېنګښت برنامې لخوا د خوست په اداري کمپلیکس کې د جرګو دوه پوړیز تالار هم چې د اته سوه کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG