د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۲

د ارزګان ځوانان وايي که دولت‌یې د کار غم وخوري د جګړې ګراف راټیټېږي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو یو شمېر ځوانان وايي، که دولت غواړي چې د جګړې ګراف راټیټ کړي، نو ځوانانو ته دې د کار کولو زمینه برابره کړي.

دوی وايي چې اوس‌مهال په ارزګان ولایت کې شااوخوا ۷۰ سلنه ځوانان بې‌کاره دي چې زیات شمېر ځوانانو نشو ته مخ کړې او یا هم د دولت ضد وسله‌والو لیکو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبه په دغه ولایت کې ۲۵۰ کسانو ته د حرفوي زده‎کړو مرکز پرانیستل شو چې له ډلې یې ۱۰۰ مېرمنې دي او په ۱۰ بېلابېلو برخو کې به زده‎کړې وکړي.

ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې شااوخوا ۹۰ سلنه خلک‌یې نالوستي دي او شااوخوا ۸۰ سلنه خلک‌يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG