د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۵

په کابل کې د کرکټ د انټر سکول په نوم سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د کرکټ د ۱۵۰ لوبډلو ترمنځ د انټر سکول په نوم سیالۍ پیل شوې.

د دغه سیالیو مسؤل تایب ځاځي ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې د کابل او لوګر د دولتي او خصوصي ښوونځيو بېلابېلو لوبډلو ګډون کړی چې درې میاشتې به دوام کوي.

نوموړي وویل، د دغو سیالیو هدف دا دی چې د ښوونځيو په کچه د کرکټ لوبې وده وکړي او هغه ځوانان چې ښه وړتیا لري، ملي او ولایتي لوبډلو ته وپېژندل شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG