د افغانستان سوېلي ولایت ارزګان مرکز ترینکوټ کې خلک وايي چې پهدغه ولایت کې د چرګانو فارمونو د پخوا په پرتله څو برابره وده کړې، خو د دولت د نهپاملرنې له کبله پهدې وروستیو کې په چرګانو کې ناروغي زیاته شوې او دوی تهیې په لکونو تاون رسولی دی.
په ورته وخت کې د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلینیې هم مني چې په دغه ولایت کې چرګانو کې ناروغي زیاته شوې او خلکيې تاواني کړي او وايي چې د دغې ناروغۍ مخنیوی دې وشي.
اوس اندېښنې دا دي که دولت دغلته کروندګرو او مالدارانو ته د عصري کرنې او مالدارۍ په برخه کې عامه پوهاوی ورنهکړي، نو د دغه ولایت خلک به د عصري کرنې او مالدارۍ څخه لاس واخلي.
ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې شااوخوا ۸۰ سلنه خلکيې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او روانې جګړې یې مالداري سخته زیانمنه کړې.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت پهدې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: