د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

د سترې محکمې د عالي شورا د غړې په توګه د انیسې رسولي د معرفۍ په اړه غبرګون!


د افغانستان ولسي جرګه د سترې محکمې د عالي شورا د یوې غړې په توګه د انیسې رسولي بیاځلي معرفي کول یوه ستونزمنه مسئله بولي.

د انیسې رسولي د بیاځلي معرفي کولو په اړه ولسي جرګې غبرګون ښودلی او ټینګار يې کړی چې حکومت دې د هغې پر ځای یو بل کس ورمعرفي کړي.

د دغې جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اغلې رسولي یو ځل د ولسي جرګې د اکثریت رأیو پر بنسټ رد شوې او دوباره معرفي کول به يې ستونزې پیدا کړي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

دی وایي:

"کوم کس چې د سترې محکمې عالي شورا په ځانګړي ډول، د قضا عالي شورا ته معرفي کېږي، د قصاص او حدودو په مسئله کې یوه ښځه نه شي کولای چې په دې برخه کې کار وکړي، په تېر کې هم اغلې رسولي ونه شو کولای چې د ولسي جرګې باور ترلاسه کړي، دا چې دوباره د ولسمشر له خوا معرفي شوې ده، فکر کوم چې دا ځل به ولسي جرګه او خپله مېرمن رسولي له ستونزو سره مخ شي."

ښاغلي عرفان وویل، که دا وار ولسي جرګه نوموړې ته د تأييد رأیه ورکړي، نو ولسي جرګه تر سوال لاندې راځي او که د باور رأیه ترلاسه نه کړي، نو د اغلې رسولي حیثیت ته به زیان ورسېږي.

انیسه رسولي په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د سترې محکمې د عالي شورا د غړې په توګه ولسي جرګې ته معرفي شوې وه چې د دغې جرګې د غړو له خوا رد شوه.

د راپورونو په اساس، انیسه رسولي په افغانستان کې د "اجتماع قضات زنان" ټولنې بنسټ ايښودونکې او رئیسه ده چې د حقوقو د قضا او څارنوالۍ په برخه کې يې لوړې زده کړې کړي دي.

د افغانستان د اساسي قانون په اساس، د سترې محکمې عالي شورا نهه غړي لري چې د ولسمشر له لوري معرفي کېږي او د ولسي جرګې باور باید ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د علماوو شورا وايي، د سترې محکمې عالي شورا د مدني دیوان بست دی او په کې د ښځو ګډون کومه ستونزه نه لري.

قاسم حلیمي
قاسم حلیمي

​د دې شورا یوه غړي قاسم حلیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په حنفي مذهب کې په غیر جزايي او مدني برخو کې ښځې د قاضي په توګه دنده اجراء کولای شي او په دې برخه کې هېڅ ډول اختلاف نشته، د سترې محکمې کوم بست چې اوس مهال خالی دی، دا هم مدني بست دی."

ښاغلی حلیمي وايي، افغان ولسمشر په دې برخه کې له خپلې پرېکړې وړاندې د عالمانو له شورا سره مشوره کړې او دوی په دې اړه له بحثونو او پراخې مطالعې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي چې د ښځو ګډون په مدني برخو کې هېڅ ډول ستونزه نه لري.

له بله خوا د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر هم د سترې محکمې په عالي شورا کې د ښځو ګډون مهم بولي او وايي چې د قانون له مخې، په قضايي برخه په ځانګړي ډول، د سترې محکمې په عالي شورا کې د ښځو ګډون هېڅ ډول ستونزه نه لري.

راپور. اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG